د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۳ تله ۱۳۹۶ کابل ۰۴:۱۱

عرب ائتلاف: د یمن لخوا توغول شوی راکټ مکې ښار ته نېږدې دفعه شو


په يمن کې د ياغيانو له خوا توغول شوی توغندی د پنجشنبې په شپه د سعودي عربستان مکې ښار ته نېږدې وويشتل شو.

ويل کېږي د دې راکټ هدف دا وو چې په مکه ښار کې د حج تر مراسمو يوه مياشت مخکې د حج مراسم ګډوډ کړي.

د عربو هېوادونو د ائتلاف له خوا په خپره شوې اعلاميه کې راغلي چې د يمن د ياغیانو له خوا ویشتل شوی توغندی د مکه ښار په ۶۹ کېلومترۍ کې له منځ يووړل شو.

اعلاميه دا د يمن د حوثي ياغیانو يوه ناکامه هڅه بولي چې په وينا يې په سعودي عربستان کې د حج د مراسمو د ګډوډولو په مقصد شوې ده.

فرانس پرېس ليکي، د سعودي عربستان په جنوب کې مخکې هم د بالیسټک توغندیو او د لنډ واټن راکټونو حملې شوي دي او دا وروسته له هغه چې په يمن کې په جګړه بوخت عرب ائتلاف په دغه هېواد کې د ياغیانو پر وړاندې هوايي حملې وکړې.

په اکتوبر مياشت کې حوثي ياغيانو د سعودي عربستان پر وړاندې د لوی واټن ويشتونکو باليسټک توغندیو حملې پيل کړې چې د مکه ښار ته نېږدې دفع کړای شوې او دا حملې ریاض او نورو خليج متحدانو وغندلې.

د يمن حوثي یاغيانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

حوثي ياغيانو او د هغوی متحدانو چې د پخواني ولسمشر علي عبدالله صالح وفادار وو، دوه کاله مخکې د سعودي عربستان پر ضد خپلې غچ اخيستونکي حملې پيل کړې.

په یمن کې حوثي وسله وال
په یمن کې حوثي وسله وال

ويل کېږي چې حوثي ياغيان د ايران ملاتړ لري.

د سعودي عربستان په مشرۍ د عرب ائتلاف ځواکونو د ۲۰۱۵میلادي کال په مارچ مياشت کې د ولسمشر عبد ربو منصور هادي په ملاتړ يمن ته ننوتل.

وروسته له هغه چې سعودي عربستان او متحدان يې په يمن کې په جګړه کې ښکېل شول، ۸۰۰۰ يمني وژل شوي او ۴۴۰۰۰ نور ټپيان شوي دي.

په دغه هېواد کې خلک يوازي د جګړې له کبله نه بلکې د ناروغیو له کبله وژل شوي دي.

د ملګرو ملتونو په يوه راپور کې راغلي چې د سوئ تغذي، جګړه، بېوزلي او د کولرا ناروغي يو ځايي په يمن کې د شا او خوا دوه میليونه کوچنيانو ژوند ګواښي.

د روغتيا نړيوال سازمان، د کوچنيانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق او د نړيوال خوراکي سازمان په وينا دغه کوچنيان بېړنيو مرستو ته اړتيا لري.

XS
SM
MD
LG