د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ کب ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۴

په پاکستان کې بارانونو او سېلابونو په یوه میاشت کې ۹۵ کسان وژلي


که له یوا په پاکستان کې په دې وروستیو کې مونسون یا د پشکال بارانونو لسګونه کسان وژلي، نو له بلې خوا په دې هېواد کې له قدرتي افتونو سره د مبارزې قامي ادارې NDMA په روانه اوونۍ کې د نورو بارانونو له امله د سېلابونو د راوتو خبرداری ورکړی دی.

دغه ادارې د پنجشنبې په ورځ پخپل تازه راپور کې ویلي چې مونسوني بارانونو او سېلابونو په تېره یوه میاشت کې پر خیبر پښتونخوا سربېره د پاکستان په یو شمېر سیمو کې لسګونه کسان وژلي او پرخلکو ته یې پر ځاني زیان سربېره مالي زیانونه اړولي دي.

په پاکستان کې له قدرتي افتونو سره د مبارزې دقامي ادارې NDMA د راپور له مخې، سږ کال د پشکال موسمي بارانونو او سېلابونو په دې هېواد کې په یوه میاشت کې د ۲۸ ماشومانو او ۱۲ ښځو په ګډون لږ تر لږه ۹۵ کسان وژلي او لسګونه یې ټپیان کړي دي.

د دغې ادارې د راپور له مخې، دغو سېلابونو او بارانونو د پښتونخوا په ګډون د پاکستان په ډېری سیمو کې ۱۳۱کسان ټپیان کړي هم دي، خو د هغوی د روغتیايي وضعیت په اړه یې څه نه دي ویلي.

د یادې ادارې راپور وايي، په تېره یوه میاشت کې مونسوني بارانونو او سېلابونو له امله په وژل شویو ۹۵ کسانو کې د خیبر پښتونخوا صوبې ۱۶، د سند صوبې ۶، د بلوچستان ۲۶، د پاکستاني کشمیر۱، د قبایلي سیمو ۱۳ او د پنجاب صوبې تر ټولو زیات ۳۰ کسان شامل دي.

د قدرتي افتونو د قامي ادارې د راپور له مخې، د پاکستان به بېلابېلو سیمو کې د پشکال بارانونو پر ځاني زیان سربېره مالي زیان هم اړولی او کاږي چې تر دې دمه یې۲۸۳کورونه هم له منځه وړي چې تر ټولو زیات ۱۶۷ په خیبر پښتونخوا او ۳۶ بلوچستان صوبه کې دي.

له قدرتي افتونو سره د مبارزې ادارې په خپل راپور کې په روانه اوونۍ کې د پاکستان په یو شمېر سیمو د نورو مونسوني بارانونو او سېلابونو وړاندوینه، اړندو ادارو ته یې د چمتو اوسېدو او سېلانیانو ته یې د هغو سیمو له سفره د ډډې کولو امر کړی چې د ځمکښویېدنې وېره پکې ده.

په پاکستان کې هر کال د جولايي میاشت په پیل کې د مون سون یا پشکال د بارانونو لړۍ پیلېږي، چې هر کال پکې د قبایلي سیمو په ګډون به بېلابېلو سیمو سېلابونو راوځي او ګڼ شمېر خلکو ته مرګ ژوبله اړوي.

تر دې مخکې په ۲۰۱۰میلادي کال کې په پاکستان کې د مونسوني بارانونو له امله سخت سېلابونو راغلي و چې په ټول هېواد کې یې زرګونه کسان مړه او تر ۲ میلیون يې زیات اغېږمن کړي ،زرګونه جریبه تیار فصلونه يې له منځه وړې او د دې هېواد نېږدې ۲۰ فیصده ځمکه یې لاندې کړې وه.

د یادونې وړ ده چې له قدرتي افتونو سره د مبارزې قامي ادارې پخپل راپور کې ویلي چې سېلاب ځپلیو سیمو ته یې لومړنۍ بېړنۍ مرستې ورلېږلي دي.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG