د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۶

"IMF" د افغانستان لاسته راوړنې او اقتصادي پرمختګونه بریالي بللي


د ماليې وزارت وايي چې د پیسو نړیوال صندوق یا "IMF" د یوې مقالې په خپرولو سره په مالي برخو کې د افغانستان لاسته راوړنې او اقتصادي پرمختګونه بریالي ګڼلي دي.

د یاد وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحمیزي د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، دا د پیسو د نړیوال صندوق د وروستي کال اروزنې دي چې د فساد په وړاندې مبارزې، د ملي عوایدو ډېرېدو او نورو موضوعاتو ته هم په‎کې اشاره شوې ده.

اجمل حمید عبدالرحمیزی
اجمل حمید عبدالرحمیزی

نوموړی وايي:

"دوی د افغانستان د اقتصادي پرمختګونو، له فساد سره د مبارزې، د اقتصادي اصلاحاتو، اقتصادي ودې او په همدې ډول د سولې او ثبات برخې ارزولي چې مثبتې او بریالۍ یې ګڼلي، دا د افغان حکومت لپاره ښه لاسته راوړنه ده."

ښاغلی عبدالرحیمزی وايي، د پیسو د نړیوال صندوق مثبته ارزونه د نړیوالې ټولنې پر وړاندې د افغان حکومت او د ماليې وزارت کاري اعتبار پیاوړی کوي.

دی وايي چې دا کار به د افغان حکومت او نړیوالې ټولنې ترمنځ د همکارۍ ګراف لا لوړ کړي چې نتیجه‌یې د افغانستان اقتصادي وده ده.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د ملي وحدت حکومت کلني عواید تر بل هر وخت لوړ شوي.

د ماليې وزارت وايي، د تېرو دوو کلونو راهیسې ملي عواید له ټاکل شوي هدفه زیات راټولېږي چې په ټوله کې د تېر نظام په پرتله ۶۶ میلیارده افغانۍ زیاتوالی ښيي.

  • خو پوښتنه دا ده چې دا پرمختګونه کوم چې د پیسو نړیوال صندوق‌یې په اړه لیکلي، څومره محسوس دي؟

د مالي او اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان ورته د شک په سترګه ګوري.

د چارو کارپوه عبدالقادر جیلاني وايي، د افغانستان مالي او اقتصادي بنسټونه لا هم ډيرې ستونزې لري.

دی زیاتوي:

"د افغانستان اقتصاد وزارت د افغانستان اقتصادي وده دوه فیصده ښودلې، خو د پیسو د نړیوال صندوق په پخواني راپور کې ویل شوي چې د افغانستان اقتصادي وده ۰.۳ فیصده ده، د حیرانتیا خبره دا ده چې دوی بیا په دې مقاله کې د اقتصادي سکټور صفت کوي، زه ورسره موافق نه‌یم."

د ښاغلي جیلاني په باور، په وروستي یو کال کې د ځینو سترو پروژو پیل راتلونکي ته د اقتصادي ودې زېری ورکولای شي، خو ټینګار کوي چې د تېرو کړنو په اړه ارزونې ډېرې واقعي نه‎دي.

دی وايي، د نړیوالو سازمانونو راپورونه او څرګندونې ډېر ځله د متقابلو ګټو په هدف وي او په خبره‌یې چې د نه‌همغږۍ له کبله تر ډېره متناقص هم وي.

د افغانستان مالیې وزارت په ۱۳۹۵ کال کې د پیسو د نړيوال صندوق يا "IMF" غړیتوب ترلاسه کړ او په درې کلن پروګرام کې یې شامل شو.

د معلوماتو له مخې دغه وزارت کولای شي د اړتیا پر مهال له یاد نړیوال صندوق نه تر ۴۵ میلیونه ډالرو پورې پور ترلاسه کړي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG