د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۲

فارین افیرز: په افغانستان کې د هویت وژونکې سیاست


فارن افیرز خپرونې په خپله وروستی ګڼه کې د افغانستان په اړه یوه مقاله خپره کړې ده چې عنوان يې دی: په افغانستان کې د هویت وژونکې سیاست

په مقاله کې پردې تمرکز شوی چې څرنګه فساد او قومي اختلافات په افغانستان کې پر حکومتدارۍ اغېز کوي.

خپرونې په تېره روژه کې په کابل کې د ټانکر بم له خونړي پېښې وروسته د راپورته شوو مظاهرو، له دې حملې څخه د ځینو د سیاسي استفادو او حتې پر فسبوک د بحثونو موضوع ته اشاره کړي او لیکي:

د کابل اوړی د همدې غمجنې او خونړي پېښې په ویر کې تېر شو، د کابل اوسیدونکې د داسې پېښو له تکرارېدو اندیښنه لري خو د مقالې د لیکوال په وینا دا د افغانانو یوازینی ستونزه نه‎ده.

فارن افیرز زیاتوي هغه سیاسي اشخاص چې قومي کارتونه کاروي شاید ستر چېلنج وي.

خپرونه وړاندې لیکي:

د کابل هر اوسیدونکی چې د طالبانو واکمني يې په یاد ده او دا يې په ذهن کې دي چې یو مهال کابل د مختلفو ډلو د قومي جګړو، راکټي بریدونو او د یو بل پرضد د جنایتونو ډګر و، د سیاستوالو له قومي سیاستونو څخه اندیښمن دي.

نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز ورځپاڼې بیا د افغانستان په اړه د ګرمې خبري موضوع یادونه کړې ده او په خپله وروستۍ ګڼه کې يې د نجیبه حسیني په نوم د هغې افغانې نجلی تصویر خپور کړی دی چې د کابل په وروستۍ ځانوژونکې حمله کې وژل شوې ده.

نیویارک ټایمز لیکي:

۲۸ کلنې نجیبه حسیني د افغانستان د مرکز له ګردونو ډکې سیمې څخه چېرته چې د خلکو ژوند د بادام په حاصلاتو پورې تړلی دی، لویه لار ووهله، په هند کې يې د کمپیوټر زده‎کړې وکړې او د جاپان له یوه پوهنتون څخه يې ماسټري واخېسته.

نجیبه حسیني تېر میلادي کال افغانستان ته راستنه شوه او د کانونو په وزارت کې د هغه کمپیوټري شعبې مسؤله وه چې د افغانستان د زړې بیروکراسي د ډیجیټل کولو په هدف جوړ شوی دی.

نیویارک ټایمز لیکلي:

د نجیبه حسیني خوبونه د دوشنبې په سهار هغه مهال اوبو یوړل کله چې دفتر ته روانه وه.

د دوشنبه په ځانوژونکې برید کې د نجیبه حسیني په ګډون ۲۴ کسان ووژل شول او ۴۲ نور ژوبل شول.

والسټریټ ژورنال:

والسټریټ ژورنال ورځپاڼې هم د کابل د دوشنبې ورځې د چاودنې په اړه لیکنه کړي ده.

والسټریت ژورنال لیکي:

دا برید په داسې وخت کې شوی چې طالبانو د افغانستان په مختلفو برخو کې خپل وسله‎وال فعالیتونه زیات کړي دي.

ورځپاڼې په دې لړ کې د هلمند، هرات، غور، پکتیا او فاریاب ولایتونو نا امنیو ته اشاره کړې ده.

والسټریټ ژورنال د مطلب په پای کې د افغانستان د دفاع د وزارت ویاند دولت وزیري دا خبره نکل کړي چې ویلي:

جګړه ده، د یوې پوستې سقوط د ټول هېواد د سقوط په معنا نه‎دی. موږ یو سیستم اویو دولت لرو.

XS
SM
MD
LG