د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۴

د کرکټ د ۱۹ کلنو افغان ټیم د ۲۰۱۸ کال نړیوال جام ته ووت


د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو لوبډلې په سنګاپور کې تر شپږو پرله پسې بریاوو وروسته د ۲۰۱۸ مېلادي کال نړیوال جام سیالیو ته لار پیدا کړه .

په سنګاپور کې د ۱۹ کلنو د نړیوال جام د غوراوي سیالیو کې نن سې شنبه د افغان ۱۹ کلنو لوبډلې نیپال ته د ۹۶ منډو په توپير ماته ورکړه .

د لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله او خپله يې د توپوهنې پرېکړه وکړه چې د ۴۶ اورونو په لوبولو او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو يې ۱۹۵ منډې جوړې کړې.

د افغانستان په منډه جوړوونکو کې ابراهیم ځدراڼ سلیزه ووهله او تر ټولو زیاتې منډې يې جوړې کړې.

خو نیپال لوبدلې یوازې ۹۹ منډې وکړې او او لوبه یې افغانستان ته وبایلله.

هانکانګ، مالیزیا، امارات، سنګاپور او نیپال هغه لوبډلې وې چې افغانستان ورته سترې ماتې ورکړې او نړیوال جام ته يې لاره پیدا کړه.

XS
SM
MD
LG