د افغانستان جمهوري ریاست د سولې په اړه د اروپايي اتحاديې د نوې ستراتېژۍ طرحه د افغانستان لپاره مهمه بولي او په هېواد کې د روانو ستونزو د هواري لپارهيې پر اغېزمن رول ټینګار کوي.
د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینهپال د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د افغانستان د سولې او ثبات په برخه کې د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو نظر او لیدلوری د افغان حکومت لپاره ډېر مهم او د پام وړ دی.
نوموړي زیاته کړه:
"د اروپايي ټولنې غړي هېوادونه زموږ نړیوال شریکان دي، د دوی ستراتېژي او لیدلوری د افغانستان د ثبات او امنیت لپاره ډېر مهم دی او موږ يې هرکلی کوو."
ښاغلي مینهپال دا شان وویل چې د افغانستان حکومت اروپايي ټولنې ته د اصلاحاتو د پلي کولو ډاډ ورکړی او اروپايي ټولنه د افغانستان سره دوامدارو همکاریو ته ژمنه ده.
دا په داسې حال کې ده چې اروپايي اتحاديې په افغانستان کې د امن او سوکالۍ لپاره د نوې ستراتېژۍ طرحه وړاندې کړې ده او په افغانستان کې يې د سولې او سوکالۍ ملاتړ کړی دی.
دغې اتحاديې په افغانستان کې د سولې او امنیت د ټینګښت لپاره د سیمې او نړیوالې ټولنې کلک ملاتړ حیاتي بللی او ویلي دي چې افغانان په دې برخه کې پر اروپايي ټولنې حساب کولای شي.
د دې ټولنې د نړیوالو همکاریو او د پراختیا د چارو کمېشنر «نیوین میمیڅه» ویلي چې افغانستان يوازې نهدی او دوی به له دغه هېواد سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي څو دا یقیني شي چې د کلونو لاسته راوړنې له لاسه ونهوځي.
د يادې ستراتېژۍ د طرحې څو مهم ټکي چې د اروپايي اتحاديې په وېبپاڼه کې خپاره شوي په دې ډول دي:
- په افغانستان کې د سولې او سیمهییز امنیت د هڅو ملاتړ
- د قانون د واکمنۍ او بشري حقونو پراختیا
- د اقتصادي او بشري چارو پرمختګ او ښهوالی
په ورته وخت کې د نړیوالو اړیکو يو شمېر افغان کارپوهان بیا وايي، اروپايي اتحادیه باید په دغې ستراتېژۍ کې د جګړې پر ځای د روغې جوړې او مصالحې موضوع ته لومړیتوب ورکړي.
له دې ډلې سید خالد سادات ازادي راډيو ته وویل:
"موږ په يو داسې مقطع کې قرار لرو چې له ازمایښت نه تېرېږو او دا د دې معنی لري چې که موږ غواړو په راتلونکي کې يوه ډموکراتیکه ټولنه ولرو نو دا طرحه ډېره مهمه ده، خو له دې نه اخوا ته په جګړې تمرکز کول د ډموکراتیکو ارزښتونو خلاف بولمه."
د دغې طرحه شوې ستراتېژۍ پر موادو به د اروپايي اتحاديې ټول غړي او د اروپا پارلمان په راتلونکو اوونیو کې بحث او خبرې کوي، له هغې وروسته بهيې مواد د افغانستان لپاره د اروپايي اتحاديې په نوې ستراتېژۍ کې چې ډېر ژر به نهايي شي راغونډېږي.
راپور: واصل وصال