د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۲

اسرائیل اقصی جومات ته په تلونکو لارو د کشف دروازې لیرې کوي


اسرائیل نن اعلان وکړ چې اقصی جومات ته په تلونکو لارو به د اوسپنیزو الاتو د کشف دروازې لیرې کړي.

د اسرائیل د صدراعظم بنیامین نتانیاهو له دفتره نن په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د اوسپنیزو الاتو د کشف دروازې به لیرې او پر ځای به‌يې د څار نسبتاً معتدله دستګاوې ځای پر ځای کړي.

خو دا چې دا نوې دستګاوې څه ډول دي او څه ډول فعالیت کوي؟ څه نه‎دي ویل شوي.

دا پرېکړه پر همدې موضوع نن د اسرائیل د حکومت د کابینې په دوهمه غونډه کې چې څو ساعته‌يې دوام وکړ، وشوه.

اسرائیل د روانې جولای میاشتې په ۲۱مه نېټه وروسته تر هغې اقصی جومات ته پر تلونکو لارو د اوسپنیزو الاتو د کشف دروازې ولګولې چې تر هغې یوه اوونۍ وړاندې دوه اسرائیلي سرتېري د فلسطینیانو په برید کې ووژل شول.

فلسطینیانو د دې امنیتي دروازو له لارې د اقصی جومات ساحې ته له داخلېدو انکار وکړ او دباندې پر لارو او سړکونو يې لمونځونه وکړل.

فلسطینیان وايي، په امنیتي موانعو او د کشف د دروازو په نصبېدو سره اقصی جومات ته د داخلېدو لپاره د دوی له حقونو سرغړونه شوې ده.

د اسرائیل له‎خوا د اوسپنیزو الاتو د کشف د دروازو لګولو، په سیمه کې د تاوتریخوالي نوې څپه راپورته کړه چې له امله‌يې تر اوسه پورې پنځه فلسطینیان او درې اسرائیلیان وژل شوي دي.

ملګرو ملتونو د دوشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې دا شخړه باید ژر تر ژره حل شي.

دغه‌راز د امریکا د متحده ایالاتو یو لوړرتبه چارواکی هم سیمې ته رسېدلی دی چې اسرائیل او فسلطینیان د دې مسئلې حل ته وهڅوي.

XS
SM
MD
LG