د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۹

د افغان کرکټ د ۱۹ کلنو لوبډلې سینګاپور لوبډلې ته ماته ورکړه


د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې د نړیوال جام د غوراوي په سیالیو کې سينګاپور لوبډلې ته د ۲۲۴ منډو په توپير ماته ورکړه .

د کرکت بورډ ویاند فرید هوتک نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل چې د لوبې پچه سينګاپور وګټله او افغان لوبډلې ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه چې افغان ۱۹ کلنو د ټولو اوورونو په لوبولو او د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۳۰۴ منډې جوړې کړې.

د لوبې غوره لوبغاړی ابراهيم ځدراڼ چې ۷۳ منډې يې کړې وې، وټاکل شو.

د سينګاپور لوبډلې په ۱۸ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۸۱ منډې جوړې کړې او افغان ۱۹ کلنو لوبډلې ته يې د ۲۲۴ منډو په توپير لوبه وبايلله.

دغه لوبې د نړیوال جام د غوراوي په هدف پیل شوي چی د جولای تر ۲۶ مې نېټې به دوام

وکړي او یوازې یوه لوبډله به نړیوال جام ته لار پیدا کړي.

XS
SM
MD
LG