د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۷

ارګ وایي، روښنایي غورځنګ ورسره خبرو ته چمتووالی وښود


د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، روښنایي غورځنګ له حکومت سره خبرو کولو ته چمتو دی.

د روښنایي غورځنګ د مظاهرو د لغوه کولو سره سم، د ولسمشرۍ ماڼۍ وایي چې د دوشنبې په شپه د دغه غورځنګ یو شمېر غړو له ولسمشر سره کتلی او له حکومت سره یې د خبرو کولو چمتووالی ښودلی دی.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د ویاند د دفتر سرپرست د دوشنبې په ورځ یوه خبری کنفرانس ته وویل چې ولسمشر هم له دغه غورځنګ سره د خبرو کولو هرکلی وکړ.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د ویاند د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي
د ولسمشرۍ ماڼۍ د ویاند د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي

ښاغلي مرتضوي زیاته کړه:

"تېره شپه د روښنایي غورځنګ د خلکو عالي شورا د دغه غورځنګ له ادرسه له ولسمشر سره ملاقات درلود او هغه مظاهره چې ټاکل شوې وه نن دوشنبه تر سره شي، لغوه کړه او له حکومت سره یې د خبرو کولو لپاره چمتوالی وښود، ټاکل شوې چې یوه تخنیکي کمېټه جوړه شي او د دوی غوښتنې له بېلابېلو اړخونو څخه وڅېړل شي."

د روښنایي غورځنګ او ولسمشرۍ ماڼۍ تر منځ د خبرو کولو بحث په داسې حال کې مطرح کېږي چې تېره اوونۍ د روښنایي غورځنګ یو شمېر غړيو د احمد بهزاد، داود ناجي، محمد عارف رحماني په ګډون، د دغه غورځنګ یو شمېر مشران تورن کړل چې د دوی د وژل شویو کسانو په وینو يې سوداګري کړې ده.

اعتراض کوونکي چې د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ د لويې څارنوالۍ مخ ته راټول شوي وو، د افغانستان لویې څارنوالۍ ته یې یوه شکایت پاڼه هم وسپارله.

خو تورنو کسانو تر دې دمه په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.

وروسته تردې چې له ترکمنستانه د وارداتي ۵۰۰ کېلو واټه برېښنا د مزو د تېرېدو مسیر له بامیانو څخه د سالنګ لارې ته انتقال شو، بریښنايي غورځنګ رامنځ ته شو او په اعتراضونو يې لاس پورې کړ.

دوی غوښتنه کوله چې د برېښنا مزي باید د بامیانو له لارې کابل ته انتقال شي.

د ۱۳۹۵ لمریز کال د اسد یا زمري د میاشتې په دوهمه نېټه د کابل په دهمزنګ څلور لاري کې د روښنايي غورځنګ له‌خوا په جوړې شوې مظاهره کې انتحاري حملې وشوې چې له امله‌یې نېږدې۸۰ تنه ووژل شول او ۲۳۱ نور ټپيان شول.

په ورته وخت کې د روښنايي غورځنګ یوه غړي داود ناجي ازادي راډيو ته وویل چې اول باید د دې کمېټې چوکاټ په ډاګه شي او اړتیا ده چې دغه تخنیکي کمېټه ولسمشر ته هم د منلو وړ وي.

ښاغلي ناجي زیاته کړه:

د روښنايي غورځنګ یو غړی داود ناجي
د روښنايي غورځنګ یو غړی داود ناجي

"هر ډول مذاکرات یو چوکاټ لري، باید دا څرګنده شي، په هغه صورت کې چې تخینکي ټیم د روښنايي غورځنګ د غوښتنو په اړه یوې نتیجې ته ورسېږي، پر ځای ده او په دې صورت کې باید افغان ولسمشر هغه ډېر ژر اجرأ کړي، د مذاکراتو ځای، میکانیزم او وخت باید روښانه شي."

د کارپوهان له ډلې قدرت‎الله ځواک ټینګار کوي چې د د دغه اختلاف او ستونزې یوازینۍ حل لاره، خبرې کول دي او باید ژر تر ژره دواړه لوري د دې ستونزې د حل په هدف خبرې اترې پیل کړي.

راپور: سباوون کاکړ

XS
SM
MD
LG