د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۴

د پوهنې وزارت د سواد زده‌کړې پخوانی مرستیال ۱۲ زره افغانۍ جریمه شو


د درنو جرمونو او اداري فساد پر وړاندې د مبارزې عدلي او قضايي مرکز د پوهنې وزارت د سواد زده‌کړې پخوانی مرستیال، له قانونه د سرغړونې په جرم د دوشنبې په ورځ په یوه علني محکمه کې، د نغدو پیسو په ورکولو محکوم کړ.

د شفافیت د څار بنسټ مسؤلین وايي، د عدلي او قضايي مرکز دنده ده چې د اداري فساد لوی مجرمین محاکمه کړي.

د افغانستان د تدارکاتو د قانون له موادو سرغړونه، د داوطلبۍ له اعلانه پرته د اجناسو رانیول او په غیر قانوني توګه له وظیفوي صلاحیت څخه کار اخیستل هغه موارد وو چې د پوهنې وزارت د سواد زده‌کړې پخوانی مرستیال وزیر یې محکمې ته راکش کړ.

د پوهنې وزارت د سواد زده‌کړې پر پخواني مرستیال محمد عظیم کربلايي دغه تورونه د عدلي او قضايي مرکز د ګمارل شوي څارنوال له‎خوا، د دوشنبې په ورځ په کابل کې په یوه علني محکمه کې ولګول شول.

​د دغه مرکز د ابتدائیه محکمې د قضایي پلاوي رئیس شیراقا منیب تورن ته په داسې حال کې چې د دفاع حق ورکړل شوی و، د دواړو لورو له څرګندونو وروسته د محکمې حکم داسې اعلان کړ:

"موږ د درنو جرمونو او اداري فساد پر وړاندې د ابتدائیه محکمې د ریاست قضایي پلاوي په ګډه سره، د قضیې د دواړو لورو په موجودیت کې حکم وکړ چې ته محمد عظیم کربلايي مو له وظیفوي صلاحیت څخه په ناوړه ګټې اخیستنې، د جزأ له قانون سره سم، د ۱۲۰۰۰ افغانیو په ورکړه په جزأ محکوم کړې."

همدارنګه په دغې علني محکمه کې د یاد معینیت څلور نور کارکوونکي هر یو د درې درې زرو افغانیو په ورکولو هم محکوم شول.

د مسؤلینو په خبره دا حکم وروستی نه‌دی او محکومین کولای شي چې د استېناف محکمې غوښتنه وکړي.

دا لومړی ځل نه‌دی چې د درنو جرمونو او اداري فساد پر وړاندې عدلي او قضايي مرکز، د دولت کارکوونکي محاکمه کوي، بلکې د دغه مرکز له جوړېدو راهیسې، د یاد مرکز په محاکمو کې د دولت د مختلفو ارګانونو لسګونه لوړپوړي کارکوونکي محاکمه شوي او سزا وراورول شوې ده.

د اداري فساد د قضیو څارګر وايي، له عدلي او قضايي مرکز څخه د خلکو تمه دا ده چې د فساد ډېرې لویې او مهمې قضیې وڅېړي، نه دا چې په وړو قضیو خپل وخت واړوي.

د شفافیت د څارګرو بنسټونو د کارکوونکو له ډلې ذبیح‎الله وردګ ازادي راډیو ته وویل:

"عدلي او قضايي مرکز د فساد د لویو دوسیو د څېړلو لپاره جوړ شو، هغه لویې دوسیې چې په دغه مرکز کې تعریف شوي دي، دا چې دغه مرکز کله کله ځینې وړې دوسيې څېړي، ارزښت او اهمیت‌یې تر پوښتنې لاندې راځي چې وبه نه‌شي کړای چې د فساد لويې دوسیې وڅېړي."

ښاغلی وردګ دا هم وايي، د دولت په اکثرو ادارو کې فساد شته او د عدلي او قضایي ادارو دنده ده چې پرته له هر ډول تبعیض څخه‌یې پر وړاندې اقدام وکړي.

له افغانستان سره مرسته کوونکو هېوادونو او اروپايي ټولنې ډېر ځله پر افغان حکومت ټینګار کړی چې په دولتي ادارو کې د فساد پر ضد مبارزه جدي او پراخه کړي.

خو افغان چارواکي وايي، په دې اړه عدلي او قضايي ارګانونو هڅې تېزې کړي چې نتیجې یې هم ورکړې دي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG