د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۸

سږ کال تر ۳۰ زرو پورې افغان حاجیان د حج لپاره سعودي عربستان ته ځي


سعودي عربستان ته د افغان حاجیانو د لېږد بهیر په پیلېدو سره د افغانستان د حج او اوقافو وزارت چارواکي وايي، سږ کال به له افغانستان څخه ۳۰ زره کسان د حج د ادا کولو په هدف سعودي عربستان ته واستول شي.

د دغه وزارت ویاند اسحاق عرب د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د حاجیانو د لېږد دغه بهیر له تېرې شپې راهیسې پیل شوی او تر یوې میاشتې به دوام وکړي.

ښاغلي عرب زیاته کړه:

"سږ کال له افغانستانه ۳۰ زره حاجیان د حج په مراسمو کې ګډون کوي، زموږ پروازونه له څلورو زونونو څخه دي چې د هرات، کابل، مزارشریف څخه اوس‌مهال پروازونه پیل شوي او د کندهار پروازونه وروسته پیلېږي او د اریانا شرکت د مهالوېش پر اساس به دا پروازونه د یوې میاشتې لپاره روان وي، تېره شپه له مرکزه ۲۱۰ کسانو او بل پرواز هم له کابله لرو چې ۳۲۰ کسان نن د مدینې په لور ځي."

نوموړي وویل چې په دې وروستیو کې د حج په مراسمو کې د افغان ښځو ګډون نېږدې ۴۵ سلنې ته رسېدلی چې په وینا يې د تېرو کلونو په پرتله د پام وړ ډېروالی په ګوته کوي.

د دغه وزارت چارواکي وايي، سږ کال د تېر په پرتله د افغان حاجیانو هغه ستونزې له‎منځه وړل شوي چې پخوا به حاجیان ورسره مخامخ وو.

د افغانستان د حج او اوقافو وزارت ویاند اسحاق عرب وویل چې سږ کال چې حاجیانو ته کومې ودانۍ کرایه شوي، هغه نوې ودانۍ دي چې په‌کې د اوسېدنې لازم سهولتونه هم موجود دي.

دی وايي:

"افغان حاجیانو ته اسانتیاوې په پام کې نیول شوې دي، د هستوګنې د ځای په ګډون تر ټرانسپورټي خدماتو پورې، همدارنګه درې وخته ډوډۍ او نورې اسانتیاوې موجودې دي او کومې ستونزې چې پخوا وې ټولې هوارې شوې دي."

د افغانستان د حج او اوقافو وزارت په وینا، دا ځل به ډېری حاجیان نېغ په نېغه له کابله مدینې منورې ته واستول شي او په سعودي کې به ورته د اوسېدو او تګ راتګ تر پخوا ښه امکانات برابر شي.

د دغه وزارت په وینا سږ کال سعودي عربستان ته د هر حاجي د سفر مصرف ۲۵۵۰ امریکایي ډالره په پام کې نیول شوی.

د افغانستان د حج او اوقافو وزارت چارواکي وايي چې د حج په مراسمو کې د حاجیانو د لارښوونې لپاره ۶۵۰ ښوونکي هم په کار ګُمارل کېږي چې حاجیانو ته به د حج د فریضې د ادا کولو پر وخت لازمې لارښوونې ورکوي.

د دغه وزارت د چارواکو په وینا سږ کال د افغان حاجیانو لپاره منظم روغتیايي اسانتیاوې هم په پام کې نیول شوې دي.

دا وزارت په داسې وخت کې د دغو اسانتیاو د رامنځته کېدو خبر ورکوي چې په تېرو کلونو کې افغان حاجیانو په اړوندو برخو کې له ستونزو سر ټکاوه.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG