د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۰

دفاع وزارت: طالبان د پاکستان په اشاره په وروستیو تحرکاتو نړۍ ته زور ښیي


د افغانستان دفاع وزارت وايي، وسله‌والو مخالفینو د پاکستان په اشاره په هېواد کې خپل تحرکات زیات او جګړه‌یې ګرمه کړې ده.

دغه وزارت زیاتوي چې وسله‌والو مخالفینو د پاکستان د فشار له امله په هېواد کې خپلو حملو ته په دې خاطر زور ورکړی، څو پاکستان په دې سره نړۍ ته وښيي چې د افغان دولت وسله‌وال مخالفین پياوړي دي.

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې افغان حکومت د وسله‌والو مخالفینو د هر ډول حملو مخه ډب کولای شي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري
د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري

ښاغلي وزیري زیاته کړه:

"په دغو څو ورځو کې ځکه د دښمن تحرکات ډېر دي چې د نړیوالې ټولنې، په ځانګړي توګه د امریکا له‌خوا په پاکستان فشار وارد شوی، پاکستان هڅه کوي چې افغانستان کې جګړه ګرمه کړي او نړیوالو ته وښيي چې وسله‌وال مخالفین په افغانستان کې پیاوړي دي او حملې کولای شي، مګر افغان ځواکونه د دې توان لري چې په لوړ مورال د افغانستان له هرې سانتي خاورې په کلکه دفاع وکړي."

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې تېره ورځ وسله‌والو طالبانو د فاریاب د کوهستان او د غور تیوره ولسوالیو پر مرکزونو ولکه ټینګه کړې ده.

د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د دغو ولسوالیو د بېرته نیولو لپاره‌ عملیات پیل شوي دي.

د دغه وزارت ویاند دولت وزیري وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې افغان ځواکونو په ۱۱ ولایتونو کې ۱۶ هوايي، ۱۴ ځمکني پلان شوي، ۲۹ کومانډویي او ۲ د شپې عملیات درلودل چې له امله‌یې د ۱۵ داعش جنګیالیو په ګډون ۹۶ وسله‌وال مخالفین وژل شوي دي.

د افغانستان د ولسي جرګې د فاعي چارو کمېسیون د افغان ځواکونو له عملیاتو هرکلی کوي، خو ټینګار کوي چې پر پاکستان د انتقاد پر ځای باید افغان حکومت روانه جګړه سمه مدیریت کړي.

د دغه کمېسیون غړي صالح محمد صالح ازادي راډیو ته وویل چې افغان امنیتي مسؤلین له مسؤلیته د تېښتې غوره کولو لپاره هر څه په پاکستان وراچوي.

ښاغلي صالح وویل:

"افغان حکومت دې د دې پر ځای چې په پاکستان انتقاد وکړي، خپل سرحدونه دې ټینګ کړي، له امکاناتو دې استفاده وکړي، کورنۍ ستونزې دې حل کړي، د افغان امنیتي مسؤلینو له مسؤلیته د تېښتې یوه غوره لاره دا ده چې هر څه په پاکستان وراچوي، پاکستان یو سیال ګاونډی دی، هغه به ډېر څه غواړي، افغانان هم مسؤلیت لري چې څنګه کولای شي، له خپلې خاورې دفاع وکړي."

دا په داسې حال کې ده چې شااوخوا یوه نیمه میاشت وړاندې د امریکا د دفاع وزیر کابل ته د خپل سفر پر مهال ویلي وو چې ۲۰۱۷ میلادي کال به د افغانستان لپاره یو سخت کال وي.

افغان ولسمسر محمد اشرف غني په وار-وار ویلي چې د افغانستان جنګ کورنۍ جګړه نه‌ده، بلکې افغان امنیتي ځواکونه د نړیوال ترورېزم په وړاندې د جبهې په لومړۍ کرښه کې دي.

راپور: رحمت‎الله افغان

XS
SM
MD
LG