د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۲۹

"ښځینه کرکټ نړیوال جام" کې انګلستان د هند په ماتولو سره د ۲۰۱۷ کال اتل شو


د انګلستان د ښڅینه کرکټ ټیم د کرکټ د نړیوالې شورا "ICC" د ښځو د نړیوال جام پای‌لوبه کې د هندوستان ښځینه ټیم ته ماتې ورکړه او د ۲۰۱۷ میلادي کال د اتلولۍ جام‌یې وګاټه.

دا د ښځینه کرکټ په تاریخ کې څلورم ځل دی چې د انګلستان ټیم د "ICC" د نړیوال جام اتلولي خپلوي.

د دغه نړیوال جام پای‌لوبه د دواړو لوبډلو ترمنځ د یکشنبې په ورځ د انګلستان په لارډز کرکټ لوبغالي کې وشوه، انګلستان کرکټ ټیم په‌کې تر یوې په زړه پورې لوبې وروسته د هند د کرکټ ښځینه ټیم ته یوازې په ۹ منډو ماتې ورکړه.

د انګلستان د کرکټ ښځینه ټیم په دغې لوبه کې لومړی توبوهنه "بېټنګ" وکړ، د ۷ لوبغاړو په سوځېدو یې ۲۲۸ منډې جوړې کړې او هندي ټیم ته‌یې د ۲۲۹ منډو هدف ورکړ.

د انګلستان په لوبغاړو کې اېن. ار سیور په ۶۸ توپونو تر ټولو زیاتې ۵۱ منډې وکړې. اېس. جي. ټېلور ۴۵ او کې. اېچ. برانټ ۳۴ منډې جوړې کړې.

د هندي ټیم په توپ اچوونکو کې کې. جې ګوسوامي ۳ او پونم یادیف د انګلستان ۲ لوبغاړي وسوځول.

که څه هم د انګلستان له‌خوا هند ته ورکړل شوی هدف په ظاهره اسانه ښکارېده، خو د هندوستان ټیم د لوبې پیل د دغه ټورنمنټ د تېرو لوبو په پرتله ډېر خراب و او دغې لوبډلې ونه‌شو کړای یاد هدف تر لاسه کړي او ټوله لوبډله‌یې په ۴۹ اوور کې یوازې د ۲۱۹ منډو په جوړېدو وسوځېده.

د هندي ټیم دوو لوبغاړو پي. جي راوټ او اېچ. کهاور ښه لوبه وکړه او هڅه‌یې وکړه چې لوبډله‌یې نړیوال جام وګټي، خو د انګلستان توپ اچوونکو د هغوی د ښې توپ وهنې په پرتله ښه توپ اچوونه وکړه.

د انګلستان په توپ اچوونکو کې اې. شراپسولې په ۹.۴ اورونو کې د ۳۲ منډو په ورکولو د هندي ټیم ۶ لوبغاړي وسوځول، د خپل ټیم په ګټنه‌یې د پراخې برخې اخیستو تر څنګ د نړیوال جام د پای‌لوبې غوره لوبغاړه هم ونومول شوه.

د یادونې وړ ده چې رسنۍ د انګلستان او هندوستان د ښځینه کرکټ ټیمونو ترمنځ د ۲۰۱۷ میلادي کال نړیوال جام پای‌لوبه د ښځو کرکټ په تاریخ کې نه‌هېرېدونکې او په زړه پورې لوبه یادوي.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG