د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۱

د طالبانو د مشر د زوی پر ځانوژونکې حملې نړېوالې تبصرې


لانګ وار ژورنال خپرونې د طالبانو د مشر د زوی ځانوژونکې حملې ته پام اړولی او لیکي:

د ملا هبت‎الله زوی حافظ عبدالرحمن د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې پر افغان ځواکونو په ځان‎وژونکې حملې سره ځان وواژه.

لانګ وار ژورنال لیکي:

د هغه د ځانوژونکي حملې خبر لومړی د عبدالقهار بلخي په نوم د طالبانو یوه پیژندل شوي ملاتړي د ټویتر له لارې ورکړی و چې وروسته د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم هغه تائید کړ.

لانګ وار ژورنال لیکي، د جهادي ډلو د مشرانو د زامنو له‎خوا د ځانوژونکو حملو ترسره کول یو غیر معمولي کار دی ځکه لیدل شوي چې اکثرا د هغوی زامنو د پوځي قوماندانانو یا د نورو چارو د مسؤلینو په توګه دندې ترسره کړې دي.

د طالبانو د مشر ملا هبت‎الله زوی د هلمند په ګرشک هغې ولسوالۍ کې ځان‎وژونکي حمله ترسره کوي چې تېره اوونۍ د امریکایي ځواکونو په هوایي برید کې چې هدف یې وسله‎وال طالبان و، په تېروتنې سره لږترلږه ۱۲ افغان پولیس ووژل شول.

طالبان د ګرشک په ګډون د هلمند په یو شمېر نورو ولسوالیو کې هم فعال حضور لري. ویل کېږي په اوس وخت کې د هلمند ولایت شپږ ولسوالۍ د طالبانو په ولکه کې دي.

وروسته له هغې چې امریکایي ځواکونه په ۲۰۱۳ میلادي کال له دې ولایته ووتل، طالبانو یې ډېرې سیمې تر خپل کنټرول لاندې راوستي دي.

جاپان ټایمز:

جاپان ټایمز ورځپاڼې هم د افغانستان پر جګړې یوه لیکنه خپره کړې او لیکي، شپاړس کاله پر دغې جګړې تېر شوي او متحده ایالات یې تر اوسه مخ ته وړي.

دغه جګړه نه یوازې دا چې د امریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږده جګړه ده او د امریکایي سرتېرو د وینې توئیدو سربېره نژدې ده چې لګښت یې تر یو تریلیون یعنې زر میلیارډ الرو پورې ورسېږي، له اخلاقي پلوه هم له فساد سره مله ځکه ده چې تر اوسه یې د رضایت وړ د وتلو لاره نه لیدل کېږي چې دا د شرم وړخبره ده.

د جاپان ټایمز ورځپاڼې په لیکنه، پر امریکا د القاعده له لوري د ۲۰۰۱ کال د تروریستي حملو وروسته دې ته اړتیا وه چې پر افغانستان یرغل وشي ترڅو دغه ډله وځپل شي او کله چې هغه ماته شوه موږ ته پکار وه چې له دې هېواده ووځو او یوازې یو محدود شمېر سرتېري هلته پریږدو چې سیمه تصفیه کړي.

خو د دې پرځای موږ پریکړه وکړه چې په افغانستان کې د ډيموکراسۍ داسې بڼه پلي کړو چې د افغانانو لپاره پردۍ وه، په داسې یوه هېواد کې چې له تاریخي پلوه قومونو واکمني چلولي او هېڅ یو بهرنی ستر قدرت یې په اداره کولو یا د اوږدې مودې لپاره په بشپړه توګه په کنټرولولو نه‎دی بریالی شوی.

XS
SM
MD
LG