د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۸

مسلمیار: په نظام کې دننه د طالبانو خواخوږي دې تر تعقیب لاندې ونیول شي


د افغانستان د مشرانو جرګې رئیس له حکومته غواړي، هغه کسان چې د نظام د ننه دي خو د وسله والو طالبانو پر ملاتړ تبلیغات کوي تر عدلي تعقیب لاندې ونیسي.

فضل الهادي مسلمیار چې د یکشنبې په ورځ یې د ځوانانو د پارلمان دوهمې غونډې ته خبرې کولې وویل دا کسان د نظام د ننه دي او د طالب مشر ملا هبت الله اخندزاده زوی د اسماعیل او ابراهیم «ع» سره تشبیه کوي.

مسلمیار: حکومت باید کابل کې مېشت نیکټايي دار طالبان ونیسي.
مسلمیار: حکومت باید کابل کې مېشت نیکټايي دار طالبان ونیسي.

نوموړي زیاته کړه:

"له حکومت څخه زموږ ګیله دا ده چې هغه نکټایي لرونکي طالبان او هغه طالبان چې په کابل کې میشت دي هغه وژونکي چې دلته د فیسبوک او رسنیو له لارې د ابراهیم او اسماعیل په شان د دوی صفتونه کوي تر عدلي تعقیب لاندې وینسي، موږ له علماوو هم خفه یو ځکه باید له دینې اړخه په دې اړه غبرګون وښيي."

ښاغلي مسلمیار که څه هم د چا یا کومې ډلې نوم وانخیست خو وايي چې د حکومت خلاف د حکومت له ننه څخه کمپاین کېږي.

په دې اړه دا غبرګونونه داسې وخت مطرح کېږي چې دوه ورځې وړاندې وسله والو طالبانو د ملا هبت الله اخندزاده زوی د انتحاري حملې په اړه وویل او وروسته بیا دا موضوع په ټولنیزو رسنیو کې د سر بحث شوو.

دا لومړی ځل نه دی چې د نظام د ننه د پنځم ستون د ځپلو غږ پورته کېږي بلکې له دې وړاندې هم سیاسي ډلو، د ملي شورا غړو او جهادي مشرانو د ورته څه په اړه انتقادونه کړي ویلي یې دي چې مخالفینو ته تر ټولو ډېره ګټه له همدې ادرسه ور رسېږي.

په ورته وخت کې اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله چې په دغو مراسمو کې یې ګډون درلود د نظام د ننه د وسله والو پر ملاتړ تبلیغات ملي خیانت بولي وايي، د د غو کسانو پر وړاندې باید هم اقدامات وشي.

عبدالله: دا مسئله د بیان د ازادي په معنا نه ده.
عبدالله: دا مسئله د بیان د ازادي په معنا نه ده.

نوموړي زیاته کړه:

"دا مسئله د بیان د ازادي په معنا نه ده دا له فضا څخه ناوړه استفاده او ملي خیانت دی په ورته وخت کې چې موږ دا مسئله بیانوو نو ان شاءالله په دې برخه کې باید د قانون په چوکاټ کې اقدامات وشي تر څو اوبه مو د دښمن په ژرنده کې نه وي توی کړي او دښمن دا امید پیدا نه کړي چې د دوی ملاتړ اوس یوازې د یوه هېواد استخباراتي شبکې نه بلکې هغه کسان هم دي چې په افغانستان کې ازاد ګرځي."

د چارو کارپوهان وايي چې د نظام د ننه مخالفتونه او ماتوالی د دې سبب شوی چې ځينې کسان اوبه خړې او د دښمن په ګټه فعالیت وکړي.

حاجي سید داوود ازادي راډيو ته وویل چې حکومت ته په کار دي چې د وسله والو مخالفینو او د هغوی د ملاتړ کونکو پر وړاندې خپله پالیسي په سمه توګه عملي کړي تر څو د نورو لپاره هم درس وي.

راپور: یوسف ځدراڼ

XS
SM
MD
LG