د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۸

ارګ: پر پاکستان د امریکا د مالي مرستو بندېدل به بې اغیزه نه وي


د افغانستان جمهوري ریاست وايي، د امریکا د دفاع وزارت وروستۍ پرېکړه به چې له پاکستان سره یې د پوځي مرستو په اړه کړې، د حقاني شبکې او نورو تروریستي ډلو پر فعالیت بې اغېزې نه وي.

د امریکا دفاع وزارت پرون جمعه پرېکړه وکړه چې له هغو پیسو چې په ۲۰۱۶ مالي کال کې له پاکستان سره د پوځي مرستې لپاره ځانګړې شوې وې، پنځوس میلیونه ډالر اسلام اباد ته نه ورکوي.

د امریکا د دفاع وزارت «پنټاګون» ویاند ادم سټمپ وویل چې د دفاع وزیر، جیمز متېس دا پرېکړه ځکه کړې چې هغه ډاډ نه لري چې پاکستان د حقاني شبکې پرضد چې له طالبانو سره تړلې ده، کافي هڅې کړې دي.

د افغانستان د ولسمشر مرستیال ویاند، دواخان مینه پال پرون په دې اړه له ازادي راډیو سره په ټلیفوني مرکه کې، یو وار بیا ټینګار وکړ چې له ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې د فشارونو د زیاتېدو ملاتړ کوي.

مینه پال: دا اقدام بې تاثیره نه دی.
مینه پال: دا اقدام بې تاثیره نه دی.

دواخان مینه پال زیاته کړه:

"کاملاً، دا اقدام بې تاثیره نه دی او اغېز به لري، د همداسې یو اقدام کول د امریکا لپاره په کار و، د افغانستان د حکومت غوښتنه دا ده چې پر ټولو هغو اړخونو چې د ترورېزم ملاتړ کوي، پر ټولو هغو هېوادونو چې د ترورېزم ترشا ولاړ دي، د ترورېزم منابع هلته تمویلېږي، فشار راوستل شي، همدا فشارونه له ترورېزم سره د اغېزمنې مبارزې تر ټولو اغېزمنه لاره ده."

د امریکا د دفاع وزارت ویاند «ادم سټمپ» پرون فرانس پرس او رويټرز خبري اژانسونو ته وویل:

"د دفاع وزیر جیمز متېس د کانګرس دفاعي کمېټې ته څرګنده کړه چې دا نه شي تائیدولائ چې پاکستان د حقاني شبکې پرضد کافي اقدام کړی وي څو هغه رقم چې د ۲۰۱۶ میلادي کال په مالي بودجه کې د ائتلاف د ملاتړ لپاره ځانګړې شوی، په بشپړ ډول اسلام اباد ته ورکړي."

د امریکا متحد ایالاتو پرېکړه کړې وه چې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د ائتلاف ملاتړ مرستو د پروګرام پر اساس، پاکستان ته ۹۰۰ میلیون ډالر ورکړي.

د پاکستان حکومت له دې پېسو،۵۵۰ میلیون ډالر تر لاسه کړي دي.

متحدو ایالاتو تېرکال پاکستان ته د ۳۰۰ میلیون ډالرو له ورکولو ډډه وکړه.

پر پاتې پنځوس میلیون ډالرو بحثونه روان و خو د امریکا دفاع وزارت پرون وویل چې د نه ورکولو پرېکړه یې کړې ده.

د امریکا دفاع وزارت«پنتاګون»
د امریکا دفاع وزارت«پنتاګون»

په افغانستان کې د امنیتي چارو کتونکي، علي اکبر جمشیدي باور څرګندکړ چې د امریکا نوی حکومت غواړي چې دافغانستان مسئلې له سیمه ییز اړخه وګوري.

علي اکبر جمشیدي وویل:

"فکر کوم چې په واشنګټن کې سیاستوالو پتېلې ده چې په افغانستان کې د پاکستان، د اي اس ای لاسوهنو مداخلې اوله طالبانو او حقاني شبکې د پاکستان د ملاتړ دوام په افغانستان کې د امریکا د ناکامۍ او له بن بست سره د دې جګړې د مخامخ کېدو سبب جوړ کړی دی، بناً، پرېکړه یې کړې چې پاکستان ته به دا مرستې نه ورکوي، که څه هم مقدار یې کم دی خو یو اغېزمن ګام دی چې له تروریستي ډلو سره مبارزې ته د پاکستان حکومت اړ کړي."

خو د پاکستان حکومت مخکې، په مکرر ډول له ترورېزم سره خپله مبارزه بریالۍ بللې ده.

پاکستان چارواکو ادعا کړې چې د هغوی د بریالیو عملیاتو په پایله کې، د حقاني شبکې د غړو په ګډون زیات تروریستان افغانستان ته کوچېدلي دي.

البته، د پنټاګون ویاند د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې پاکستان لا هم وخت لري چې د حقاني شبکې پر ضد عملي اقدام وکړي او د ۲۰۱۷مالي کال په پلان کې، د دفاع وزیر جمز متېس پر پرېکړو اغېز وکړي.

XS
SM
MD
LG