په هرات کې سلګونه کسانو د «کفن» په اغوستلو سره لاریون وکړ
په هرات کې سلګونه کسانو کفنونه اغوستي او د ولايت د ودانۍ مخې ته راټول شوي دي چې د اداري فساد او بېکارۍ پر وړاندي لاریون وکړي. دغو کسانو له حکومته وغوښتل چې په اداري فساد کې د ککړو کسانو پر وړاندې جدي اقدامات وکړي. دوی خبرداری ورکړ، په هغه صورت کې که حکومت دې ستونزې ته پام ونهکړي، دوی به په پراخو لاریونونو لاس پورې کړي. راپور:ابراهیم صافی ویډیو او ایډیټ شاپور صابر