د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۳۰ لړم ۱۳۹۶ کابل ۱۰:۱۲

بامیانو کې د افغان ښځو لپاره د ظرفیت لوړولو پروژه پرانېستل شوه


په بامیانو کې د افغان ښځو د اقتصادي پراختیا په هدف د سوداګرو ښځو د ظرفیت لوړولو پروژه پرانېستل شوه.

د بامیان د سوداګرۍ او صنایعو خونې رئیس علي رضا حسن زاده نن ازادي راډیو ته وویل چې د دغې پروژې په عملي کېدو سره په درېیو برخو کې د خیاطۍ، ګلدوزۍ او لاسي صنایعو د ډیزاین په اړه ښځو ته روزنه ورکول کېږي.

حسن زاده وايي چې په بامیانو کې د سوداګرو ښځو د ظرفیت لوړولو پروژه د ۱۱ لکه افغانیو په ارزښت پلي کېږي.

نوموړی وایي چې په دې به سره په دغه ولایت کې د سوداګرو ښځو ظرفیت لوړ شي چې بیا به د اقتصادي پراختیا په اړه نورو ښځو ته هم پوهاوی ورکړي.

XS
SM
MD
LG