د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲ تله ۱۳۹۶ کابل ۰۶:۳۷

اتلانتیک خپرونه: د جګړې له ډګره تر واشنګټنه د ۶ نجونو اوږد سفر


"د جګړې له ډګره تر واشنګټن ډيسي: د شپږنجونو اوږد سفر"

دا د افغانستان په اړه په اتلانتیک خپرونه کې د یوې مقالې سرلیک دی چې واشنګټن ته د هرات د زده کونکو د شپږ کسيزې ډلې سفر ته کتنه په‎کې شوې ده.

دا شپږ هراتۍ زده‎کوونکې یو روبوټ چې په ګډه يې جوړ کړی، په واشنګټن کې [FIRST Global Challenge] نړیوالې سیالي ته وړاندې کوي چې د ۱۵۷ هېوادونو د زده‎کوونکو ۱۶۳ ډلې برخه په‎کې لري. هغه روبوټونه چې دې سیالۍ ته وړاندې کېږي د ککړو اوبو د پاکولو لپاره جوړ شوي دي.

اتلانتیک خپرونه لیکي:

د هرات دا ځوانې زده‎کوونکې پردې ښې پوهېږي چې د اوبو وېش څومره ستونزمنه مسئله ده ځکه افغانستان او ایران د اوبو د استفادې پر سر لانجه لري.

اتلانتیک خپرونه په واشنګټن کې سیالۍ ته د هغوي ورتګ معجزه ګڼي او لیکلي يې دي چې دې نجونوته سره له دې چې په سیالۍ کې د ګډون ځای ورکړل شوی و، د امریکا سفارت دوه وارې د وېزې له ورکولو ډډه وکړه.

خپرونه دې ته هم اشاره کوي چې د امریکا د کانګرس تر ۵۰ زیاتو غړو لاسلیکونه را غونډ کړل او د بهرنیو چارو وزیر رېکس ټېلرسن ته یې لیک ور واستول چې پردې نجونو د وېزې بندیز لېرې شي.

خپرونې په هرات کې د ټکنالوژۍ د یوې ماهرې رویا محبوب په حواله لیکلي چې افغانستان د داسې بدلون په حال کې دی چې تکنالوژي يې مهمه برخه ده.

رویا محبوب ویلي:

"تکنالوژي موږ ته د دې فرصت راکړی چې نويو حقایقو ته ورسېږو او اوچت فکر وکړو. "

دوحه نیوز خپرونې هم د افغانو نجونو پر یوه کوچنۍ ډلګۍ لیکنه کړې.

خپرونه لیکي چې روانه اوونۍ به د قطر پلازمېنه د کابل د هغو نجونو د عکسونو د نندارتون کوربه وي چې د سکېټ لوبه کوي.

دا نندارتون د [The Skate Girls of Kabul] یا د کابل د سکېټ نجونې تر نامه لاندې پرانېستل کېږي.

دا نندارتون لپاره عکسونه پېژندل شوې عکاسې، جېسېکافول فورد دوبسون په دوه زره دیارلسم میلادي کال کې اخیستي دي.

هغې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د دې عکسونو یو کتاب هم خپور کړ او په سریزه کې یې ورسره ولیکل:

"ګرانه ده چې د هغو افغانو نجونو په اړه فکر ونه کړم چې سکېټ لوبه کوي او غیر معمول او فوق العاده فرهنګي تضاد څرګندوي. د دې نجونو لوبې او د هغوی د خندا غږ، په ذهن کې مخکني قضاوتونه ماتوي. "

او ملټري ډاټ کام انټرنیټي خپرونې په افغانستان کې یو لوړ پوځي مقام ته د امریکا د پوځ د یوې جنرالې پر ټاکلو مقاله خپره کړې ده.

ملېټري ډاټ کام لیکي:

دا په تېرو ۱۷ کلونو کې چې د امریکا په مشرۍ د ائتلافي قواوو پوځي عملیات پېل شوي، اول وار دی چې په افغانستان کې د امریکا د پوځ یوې منصبدارې ښځې دومره لوړ پوځي مقام ترلاسه کړ.

هغه تورن جنرال رابن فونتېس نومېږي او په سیمه کې يې دولس کاله خدمت کړی دي.

ملټري ډاټ کام د امریکايي جنرالانو په حواله لیکلي چې د ښځو او نارینه وو پوځيانو ترمنځ د قدرت مساوي وېش لا هم یوه ستونزمنه مسئله ده چې د تورن جنرال فونتیس له هڅو سره به پدې برخه کې پرمختګ وشي.

XS
SM
MD
LG