د لاسرسي لېنکونه

مایار: په غزني کې د وسله والو د ځپلو په هدف عملیات پيل شوي


د غزني ولایت امنیتي چارواکي وايي، غواړي په دغه ولایت کې وسله وال طالبان وځپي اوسیمې ورڅخه تصفیه کړي.

د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ سرپرست مصطفی مایار د شنبي په روځ ازادي راډيو ته وویل چې د دغه ولایت د مرکز په یو شمېر لېرو پرتو سیمو کې نن سهار د وسله والو طالبانو د ځپلو په موخه د افغان ګډو ځواکونو له لوري هوايي او ځمکني پوځي عملیات د مشال په نوم پیل کړي چې ښه پایله به ولري.

نوموړی وايي، په دغه عملیاتو کې د بهرنیو ځواکونو هوايي ملاتړ هم ورسره ملګری دی او په خبره يې چې لومړی په دغه عملیاتو کې هغه سیمې په نښه کوي کوم چې د وسله والو طالبانو حضور پکې زیات دی.

ښاغلي مایار وویل:

"موږ نن سهار په کډه او مشترک ډول د کورنیو چارو او ملي دفاع وزارت د هدایت پر اساس خپل پوځي عملیات د غزني مرکز په هغه سیمو کې پیل کړي چې د وسله والو طالبانو شتون پکې زیات وو، په دغه عملیاتو کې زموږ سره پوره هوايي ځواک هم ملګری دی."

ښاغلی مایار وايي، دغه عملیات دوې برخې لري چې لومړۍ برخه ۱۵ورځې ده او پاتې دوهمه برخه نظر وضیعت ته په کتو سره ترسره کېږي چې د غرني په یو شمېر ولسوالیو کې به هم ترسره شي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې د دغه ولایت د ولایتي شورا مسؤلینو او مدني فعالانو ویلي و چې د دغه ولایت پنځه ولسوالۍ او د غزني مرکز له ډېرې مودې راهیسې د وسله والو طالبانو تر محاصرې لاندی دی.

په ورته وخت کې د دغه ولایت د ولایتي شورا مسؤلین هم دغه عملیات ګټور بولي او له افغان امنیتي ځواکونو څخه غوښتنه کوي چې د خپلو عملیاتو بڼې ته دي تغییر ورکړي.

XS
SM
MD
LG