د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۳۱ وږی ۱۳۹۶ کابل ۰۵:۲۰

چارواکي: په غزني کې ۱۳ماشومان د قاچاق‌کوونکو له منګلو ژغورل شوي


د غزني ولایت سیمه‎ییزو امنیتي چارواکو د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې دغه ماشومان د یاد ولایت په قره‎باغ ولسوالۍ کې افغان امنیتي ځواکونو له هغه قاچاق کوونکو له منګلو ژغورلي چې غوښتل يې ګاونډي پاکستان ته يې واړوي.

د غزني امنیتي چارواکي وايي، هغه قاچاق کوونکې يې هم نیولي چې غوښتل يې دغه ۱۳ماشومان قاچاق کړي.

د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ سرپرست مصطفی مایار د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې دغه ماشومان نن د شنبې په سهار د دغه ولایت په قره‎باغ ولسوالۍ کې ۲ قاچاق کوونکو په دوو موټرو کې ځای پر ځای کړي وو چې غوښتل يې پاکستان ته يې د ترهګریزو بریدونو د روزنې لپاره ولېږدوي چې د افغان امنیتي ځواکونو له لورې ونیول شول.

نوموړی وايي،د یادو ماشومانو په تړاو يې څلور کسان نیولي دي چې ۲ یې قاچاق کوونکي، یو يې لارښود او یو بل موټر چلونکی دی.

ښاغلي مایار زیاته کړه:

"دغه ماشومان د غزني ولایت د قره‎باغ او یو شمېر نورو ولسوالېو دي چې ګاونډي هېواد پاکستان ته يې اړول، خو زموږ افغان امنیتي ځواکونو یو ځل بیاخپله قهرماني وښوده او د هېواد د دښمنانو زیات شمېر پلانونه يې ورشنډ کړي."

دا په داسې حال کې ده چې په تېره اوونۍ کې هم د دغه ولایت امنیتي ځواکونو ۲۵ماشومان له هغو درې قاچاق کوونکو له منګلو څخه ژغولي وو چې غوښتل يې پاکستان ته يې ولېږدوي.

په ورته وخت کې بیا د دغه ولایت د حج او اوقافو ریاست مسؤلینو پر خلکو غږ وکړ چې خپل ماشومان بهر ته د زده کړو لپاره ونه لېږي.

د غزني د حج او قافو رئیس مولوي محیب‎الله وايي،په دغه ولایت کې د ماشومانو لپاره په زیات شمېر د اسلامې زده کړو مرکزونه لري او خلک باید خپل ماشومان د اسلامې زده کړو لپاره له هېواده بهر ونه لېږي.

ښاغلي مولوي محیب‎الله زیاته کړه:

"موږ په غزني کې زیات شمېر مدارس لرو، یعنې د اسلامي زده کړو مرکزونه دي او هر څوک کولای شي چې راشي، مفت په‎کې درس ووايي او بل دا چې ښه تکړه تکړه ملا امامان په‎کې د ښوونکو په صفت دندې لري.

که څه هم د دغه ولایت امنیتي چارواکي وايي چې دغه ماشومان ګاونډي پاکستان ته د ترهګریز بریدونو د زده کړو لپاره لېږدول کېدل، خو د دغه ولایت د حج اوقافو ریاست مسؤلینو دا ونه وېل چې دغه ماشومان د څه لپاره لېږدول کېدل.

د یادونې وړه ده چې تر اوسه دغو ماشومانو په دې اړه څه نه‎دي ویلي چې ایا! دوی په خپله خوښه تلل او که په زور لېږدول کېدل.

راپور: شریف‎الله شرافت

XS
SM
MD
LG