د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲۸ لړم ۱۳۹۶ کابل ۰۹:۴۰

چین د نوبل د سولې جایزې ګټونکي لیو شیاوبو مړی وسوځاوه


چین د نوبل د سولې جایزې ګټونکي لیو شیاوبو مړی وسوځاوه.

نوموړی تېره اونۍ د سرطان د ناروغۍ له کبله په زندان کې مړ شو.

پر پیکنګ له‎دې کبله نړیوال انتقادونه وو چې نوموړي ته یې اجازه ورنه‎کړه چې د خپل ژوند وروستۍ ورځې له بنده ازادې تېرې کړي.

چینایي چارواکي وایي، د لیو د مړي د سوځولو مراسم د جولای پر ۱۵ مه داسې مهال وشو چې د هغه د مېرمنې په ګډون په‎کې د کورنۍ غړي حاضر وو.

د لیو مېرمن له هغه وخته چې شیابو ته د نوبل جایزه ورکړل شوې وه، په کورني نظر بند کې ده.

وروسته له هغه چې لیو د سیاسي اصلاحاتو د غوښتنلیک په لیکنه کې مرسته وکړه، پر هغه تور و چې د حکومت د ړنګولو هڅې پاروي او په دې تور په ۱۱ کاله بند محکوم و.

د لیو د مړینې په اړه په نړیواله سطح خواخوږي وښودل شوه، خو راپورونه وایي، په هېواد کې دننه د چین حکومت د هغه د مړینې په اړه غبرګونونه سانسور کړي دي.

XS
SM
MD
LG