د لاسرسي لېنکونه

د افغانستان د ګلف د ځوانانو لوبډله اندونیزیا ته ولاړه


د افغانستان د ګلف د ځوانانو لوبډله د اسیا د اتلولۍ په سیالیو کې د ګډون په هدف نن شنبه اندونیزیا ته ولاړه.

د افغانستان د بدنې روزنې د ریاست ویاند عارف پیمان نن شنبه ازادي راډیو ته وویل چې په دغو سیالیو کې له افغانستان څخه د یوه روزنکي په ګډون درې تنه ګډون کوي.

پیمان وايي چې دغه سیالۍ د اندونیزیا په جاوا ښار کې د روان مېلادي کال د جولای په ۱۸ مه پیلېږي او تر ۲۱ مې نېټې دوام کوي.

په دغو سیالیو کې د ۴۷ هېوادونو لوبغاړي ګډون کوي.

XS
SM
MD
LG