د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۱

د افغانستان د فوټبال د ۲۳ کلنو لوبډله سبا عربستان ته ځي


د افغانستان د فوټبال د ۲۳ کلونو لوبډله د فوټبال په مقدماتي سیالیو کې د ګډون په هدف سبا د عربستان په لور روانېږي.

د فوټبال فدراسیون تخنیکي دایرکټر طاهر روفي نن شنبه ازادي راډیو ته وویل چې د فوټبال د ۲۳ کلونو لوبډله د جولای په ۱۹ مه له عراق، د جولای په ۲۱ مه له عربستان او دغه راز په ۲۳ مه نېټه له بحرین سره لوبېږي.

روفي وایي چې د افغانستان د فوټبال د ۲۳ کلونو لوبډله دغو سیالیو ته بشپړ چمتووالي لري.

د ده په خبره چې د فوټبال په دغو مقدماتي سیالیو کې د ۴۷ اسیایي هېوادونو لوبډلې ګډون کوي.

XS
SM
MD
LG