د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲۶ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۵:۰۹

جینوا کې د سوریې د سولې خبرې بې نتیجې پای ته ورسېدې


د ملګرو ملتونو په ملاتړ د سوریې د سولې خبرو اوومه دوره د جولای پر څوارلسمه په جینوا کې له کومې موافقې پرته پای ته ورسېده.

د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي سټیفین دې مستورا د ملګرو ملتونو ا منیت شورا ته ویلي چې لکه څنګه چې تمه یې وه موږ په دې خبرو کې پرمختګ درلود.

ډې مستورا د اوونۍ په اوږدو کې په جلا جلا توګه د سوریې د حکومت له استازو او د مخالفو ډلو سره کتلي دي خو دغو دواړو لورو له یو بل سره مخامخ خبرې نه دي کړي.

د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي وویل یو پرمختګ دا وو چې د درېو عمده مخالفو ډلو ترمنځ اختلافات کم شوه او اوس هغوی تقریباً ورته دریځ لري.

XS
SM
MD
LG