د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲۸ لړم ۱۳۹۶ کابل ۰۹:۳۹

امریکا وايي د ابوبکر البغدادي مړینه اوس نشې تائیدولی


د امریکا د متحد ایالتونو دفاع وزیر جیمز متېس پرون وویل، تر اوسه امریکا دا نه شي تائیدولی چې د اسلامي دولت ډلې مشر ابوبکر البغدادي دې وژل شوی وي.

د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې تېره اوونۍ وویل چې دوی د بغدادي د مړینې د اطلاعاتو تائید کوي.

روسیي پوځیانو تېره میاشت ویلي و چې دوی د دې خبر په تائید پسې ګرځي چې د اسلامي دولت مشر د مې په میاشت کې په سوریه کې د بمبارۍ پر مهال وژل شوی دی که نه دی.

د امریکا دفاع وزیر وویل، کله چې موږ پوه شو چې بغدادي وژل شوی رسنیو ته به معلومات ورکړو، خو د اوس لپاره دغه خبر نه شو تائیدولی.

XS
SM
MD
LG