د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي، په افغان حکومت کې د سرپرستۍ د لړۍ دوام یوازې افغانان نه بلکې بهرنیان هم اندېښمن کړي دي.
دوی وايي، د سرپرستیو د لړۍ دوام حکومتوالي کمزورې کړې او د حکومت او ولس ترمنځ باور ته یې هم زیان رسولی دی.
د جرګې غړي نادر شاه بهر د شنبې په ورځ د جرګې په عمومي غونډه کې وویل چې له زیات ټینګار سره سره حکومت د سرپرستۍ لړۍ ختمه نه کړه او اوس دې مسئلې بهرنیان هم اندیښمن کړي دي.
نوموړي زیاته کړه:
"حتا بهرنیان د دې موضوع په اړه اندېښمن شوي او خپلې جدي سپارښتنې یې لرلې، د ملي یووالي حکومت دومره کمزوری دی او یا هم په اختلافونو کې راګیر دی چې نه شي کولای د کابینې یو وزیر معرفي کړي کومه موضوع چې ولسمشر یې په اړه بشپړ اختیار لري."
دا په داسې حال کې ده چې تازه په کابل کې د اروپايي ټولنې سفیر فرانز مایکل مېلېبن له رسنیو سره په خبرو کې د سرپرستیو دوام د افغان حکومت یوه کمزوري بللې ده.
د ښاغلي مېلېبن په خبره په افغانستان کې ډېر وړ خلک شته چې باید په خالي پوسټونو وګمارل شي خو د سرپرستانو موجودیت به ستونزې نورې هم ډېرې کړي.
ازادي راډیو وغوښتل چې په کابل کې د اروپايي ټولنې د سفیر د اندېښنو په اړه د ارګ ماڼۍ نظر هم ولرې خو د ولسمشر د ویاند د دفتر سرپرست په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.
تر دې وړاندې ولسمشر محمد اشرف یوې مطبوعاتې ناستې ته په خبرو کې ویلي و چې تر راتلونکو شپږو میاشتو به د سرپرستۍ لړۍ ختمه کړي خو د ولسي جرګې غړی نادر شاه بهر وايي، ډاډه نه دی چې ولسمشر دې بیا هم پر خپلې ژمنې وفا وکړي.
دا مهال د افغان حکومت ۱۱ وزارتونه، یو شمېر ولایتونو او مهمي حکومتي ادارې د سرپرستانو له خوا اداره کېږي چې په دې وروستیو کې یو شمېر وزارتونوته د ولسمشر له خوا ته نوي سرپرستان هم معرفي شوي دي.
دا چې د حکومت مشران له شااوخوا درېیو کلونو وروسته ولې نه شي کولای د هغو ادارو لپاره چې چارې یې د سرپرستانو له لورې اداره کېږي وړ کسان وګوماري په اړه یې د ولسي جرګې غړی عبیدالله بارکزی وايي:
"د اساسي قانون پر ستونې چې په خپله ولسمشر او اجرائیه رئیس پښه کېږدي نو له نورو څه ګیله کېدای شي، په اساسي قانون کې له یوې میاشتې وراخوا د سرپرستۍ دوام ګناه نه بلکې کفر دی، خو موږ ګورو چې بعضي وزیران د مصلحتونو له مخې کال کېږي چې چارې مخ ته وړي نو حکومت د قانون نه بلکې د مصلحتونو تابع دی."
د ښاغلي بارکزي په خبره د سرپرستانو له لورې د مهمو ادارو د چارو مخ ته وړل په حقیقت کې له ولس سره لوی ظلم دی نو څومره ژر چې امکان لري باید په دې اړه تصمیم ونیول شي.
راپور: محمد حدیث پردېس