د لاسرسي لېنکونه

د افغانستان د اقتصاد د وزیر په مشرۍ یو پلاوی امریکا ته لاړ


د افغانستان د اقتصاد د وزیر په مشرۍ نن شنبه یو پلاوی د نیویارک د لوړو پوړو چارواکو په سیاسي غونډه کې د ګډون په هدف امریکا ته ولاړ.

د اقتصاد وزارت ویاند سهراب بهمن نن شنبه ازادي راډیو ته وویل چې په دغه غونډه کې افغانستان د ۶ هدفونو د دوامداره پراختیا په اړه د غونډې ګډونوالو ته معلومات ورکوي.

نوموړی وايي چې د اقتصاد وزیر عبدالستار مراد به په دغه غونډه کې د بې وزلۍ او لوږې د راکمولو ، روغتیا، جندر، لاسي صنایعو او د زېربناوو د پراختیا په اړه خبرې کوي.

نوموړی وایي چې دغه غونډه د روان مېلادي کال د جولای په ۱۷ مه پیلېږي او درې ورځې دوام کوي.

د لوړو پوړو چارواکو په سیاسي غونډه کې هر کال د ۱۹۰ هېوادونو چارواکي ګډون کوي او دغه راز په دغه غونډه کې ۴۴ هېوادونه د خپلو دوامداره پراختیايي هدفونو په اړه له نړیوالو سره خپلې لاسته رواړنې شریک کوي.

XS
SM
MD
LG