د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۲۵ تله ۱۳۹۶ کابل ۰۸:۲۶

د مصر «غردقه» ښار کې ۴ بهرنۍ ښځې وژل شوي


د مصر په تفریحي ښار، غردقه کې پرون جمعه دوې بهرنۍ ښځې ووژل شوې او څلور تنه زخمیانې شوې دي.

چارواکي او مطبوعاتي رپوټونه وايي چې حمله کونکي دا ښځې په چړه وهلې دي.

د سیمې والي په یوه خبرپاڼه کې پېښه تائید کړې خو نه یې دي ویلي چې دا ښځې د کوم هېواد وې.

د پېښې د قربانیانو د هویت په اړه ضد او نقیض رپوټونه خپاره شوي دي.

د مصر رسمي خبري اژانس، الاهرام پرخپله ویب پاڼه ویلي چې دوه اوکراینۍ سیلانیانې په حمله کې وژل شوې او څلور تنه زخمیانې شوې دي.

خو د مصر په پلازمېنه، قاهره کې د اوکرایین سفیر د اوکراین مطبوعاتوته ویلي چې هېڅ اوکراینی وګړی نه دی وژل شوی.

د سیمې امنیتي مسئول، تورن جنرال محمد الحمزاوي رويټرز خبري اژانس ته ویلي چې دوه قربانیان د جرمني دي او د چک جمهوریت دوې ښځې هم زخمیانې شوې دي.

د مصر د کورنیو چارو وزارت ویلي چې حمله کونکی نیول شوی او تر تحقیق لاندی دی.

د دې وزارت چارواکو ویلي چې د حمله کونکي هدف لا ندی څرګند شوی.

XS
SM
MD
LG