د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۵

ازاد: د جرمني ولسمشر افغان حکومت ته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ


جرمني د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې ترڅنګ د ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې افغان حکومت ته د هر راز همکاریو ډاډ ورکړ.

د جرمني ولسمشر فرانک والټر شتاین ‌مایر کابل ته پخپل سفر کې د افغانستان امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ بللی او د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې او ملاتړ ډاډ يې ورکړی.

د ولسمشر مرستیال ویاند نجیب الله ازاد د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د جرمني ولسمشر فرانک والټر شتاین ‌مایر د پنجشنبې په ورځ ناوخته په ارګ ماڼۍ کې ولسمشر محمد اشرف غني سره ولېدل او د يو شمېر نورو موضوعاتو ترڅنګ يې د افغانستان پر روان وضعیت د افغان ولسمشر سره خبرې وکړې.

ښاغلي ازاد وویل چې د جرمني ولسمشر د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې ترڅنګ د افغان حکومت لخوا د چمتو شوي څلور کلن امنیتي پلان د عملي کېدو په برخه کې هم د همکاري ژمنه وکړه.

ازاد: د جرمني حکومت به د افغان ځواکونو روزنې ته دوام ورکړي.
ازاد: د جرمني حکومت به د افغان ځواکونو روزنې ته دوام ورکړي.

نوموړي زیاته کړه:

"د جرمني حکومت به د افغان امنیتي ځواکونو سره د روزنې او مشورې په برخه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکوي، همدارنګه د جرمني ولسمشر د څلور کلن امنیتي پلان څخه ستاینه وکړه او د دغه پلان د علمي کېدو په برخه کې يې د نورو هېوادونو ترڅنګ د خپل هېواد د همکارۍ ډاډ ورکړ او ویې ویل چې د ترهګرو سره په مبارزه کې به دوی د افغانستان سره ولاړ وي."

ښاغلی شټاین مایر په قزاقستان کې له یوې غونډې وروسته افغانستان ته راغی او له ولسمشر غني مخکې یې په مزار شریف کې له خپلو سرتېرو سره ولیدل.

جرمني اوسمهال په افغانستان کې نږدې زر تنه سرتېري لري چې پخوا یې شمېر پنځو زرو ته رسېده.

دا په داسې حال کې ده چې د جرمني لومړۍ وزیرې انګلا مېرکل څه موده وړاندې افغانستان ته د نورو سرتېرو پر لېږلو مخالفت ښودلی و.

په افغانستان کې جرمني سرتېري.
په افغانستان کې جرمني سرتېري.

ښاغلي مایر له ولسمشر محمد اشرف غني سره په لېدنه کې دا هم ویلي چې افغان امنیتي ځواکونه له پخوا څخه غښتلي او منظم شوي خو په امنیتي ارګانونو کې د اصلاحاتو راوستل يوه جدي اړتیا ده.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشرۍ ماڼۍ په دفاع وزارت کې د ژورو اصلاحاتو خبره کوي او وايي چې اوس يې ډېر تمرکز پر کورنیو چارو وزارت دی چې دغه وزارت غېر سیاسي او مسلکي شي.

دواړو مشرانو په افغانستان کې پر روانو سیاسي او امنیتي حالاتو سربېره پر پارلماني ټاکنو او يو شمېر اقتصادي مسایلو په ځانګړې توګه د هلمند د لیتیمو د کانونو د څېړلو په اړه هم خبرې کړي.

په ورته وخت کې د پوځي چارو يو شمېر افغان کارپوهان په دې باور دي چې په امنیتي او پوځي برخه کې د جرمني مرستې هغه وخت ګټورې تمامېدای شي چې په امنیتي ارګانونو کې اصلاحات او لازمه همغږي رامنځته شي.

له ډلې یې زلمی وردګ وايي:

"د جرمني مرستې او اړیکې د افغانستان لپاره ګټورې دي ځکه دغه هېواد د افغانستان ډېرې صادقانه اړیکې پالي نو اړتیا ده چې په امنیتی برخه کې اصلاحات راشي څو دواړه خواوې په ښه توګه پرمخ لاړ شي."

ښاغلی وردګ وايي، په امنیتي او پوځي برخه کې د بهرنیو هېوادونو مرستې هغه وخت لا ګټورې او ښه تمامېدای شي چې له امنیتي ارګانونو فساد ختم او کار اهل کار ته وسپارل شي.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG