د لاسرسي لېنکونه

ازبکستان وايي د روسیې د اور لګېدنې ۷ قربانیان د دوی اتباع دي


د ازبکستان چارواکو تائید کړه چې د روسیې په شمال غرب کې د پرونۍ اورلګېدنې اووه تنه قربانیان د ازبکستان اتباع دي.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د پېښې دا اوه وژل شوي ازبکستانیان د ۱۹ تر ۵۰ کلونو پورې عمر درلود او د خوارزم سیمې اوسېدونکي و.

د روسیې د لیننګراد په صنعتي مرکز کې پرون سهار اور ولګېد.

د دې اورلګېدنې د علت په اړه تحقیقات روان دي.

XS
SM
MD
LG