د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲۹ لړم ۱۳۹۶ کابل ۱۰:۰۱

ټرمپ له یوې روسۍ وکیلې سره د خپل زوی لیدنه عادي کار بللی


ولسمشر ډونالد ټرمپ پرون د هغې لانجې په اړه خبرې وکړې چې له یوې روسۍ مدافع وکیلې سره د ده د زوی ځوان ډونالد ترمپ د لیدنې پر سر راپورته شوې ده.

ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي چې له یوې روسۍ مدافع وکیلې سره د ده د زوی د کتنې هدف دا و چې د انتخاباتي کمپاین پرمهال د ده د ډیموکراټې سیالې هلېري کلېنټن په اړه مهم معلومات ترلاسه کړي او دا د ده په وینا یو عادي کار دی.

ټرمپ دا یو عادي کار بللی.
ټرمپ دا یو عادي کار بللی.

ټرمپ وویل، اکثر خلک دا ډول کتنې کوي او ده دې ډول کتنو ته د خپل سیال په اړه د تحقیق نوم ورکړ.

په همدې حال کې د کانګرس د استازو د جرګې مشر پاول راین کشر ډونالد ټرمپ له روسۍ مدافع وکیلې ناتالیا ویسلنیڅکایا Natalia Veselnitskayaسره د کتنې په اړه د کانګرس غونډې ته د توضیحاتو لپاره غوښتی دی.

کشر ټرمپ چمتووالی ښودلی چې په دې اړه به له کانګرس سره همکاري وکړي او د ولسمشر د کورنۍ لومړی غړی به وي چې د کانګرس د هغې کمېټې په وړاندې څرګندونو ته حاضرېږي چې د امریکا په انتخاباتو کې د روسیې د لاسوهنو د هڅو په اړه تحقیقات کوي.

د سنا د عدلي- قضايي کمېټې مشر چارلز ګراسلي پرون وویل چې له ځوان ټرمپ څخه به په یوه مکتوب کې غوښتنه وکړي چې په عام محضر کې په دې اړه توضیحات ورکړي او ښاغلي راین وویل چې دی د دې غوښتنې ملاتړ کوي.

روسۍ مدافع وکیله.
روسۍ مدافع وکیله.

کشر ټرمپ په روانه اوونۍ کې دا خبره افشا کړه چې پروسږکال په جون میاشت کې یې له ویسیلنیڅکایا سره لیدنه وروسته له هغه ومنله چې ده ته وویل شول، دا روسۍ وکیله د روسیې د حکومت استازې ده او د مېرمن کلېنټن په اړه خورا مهم معلومات ورسره دي.

د هغو معلوماتو له مخې چې ولسمشر ټرمپ په روانه اوونۍ کې په څو ایمیلونو کې خپاره کړل، ځوان ټرمپ وايي چې دا خبره د ده خوښه شوه او ځکه یې خپل اخښي جاریدکوشنر او د خپل پلار د انتخاباتي کمپاین مشر پاول منافورت ته بلنه ورکړه چې په دې غونډه کې ګډون وکړي.

ولسمشر ټرمپ څرګنده کړې ده چې ویسیلنيڅکایا د روسیې د حکومت استازې نه بلکې یوه خصوصي مدافع وکیله ده او د ده له زوی سره د هغې کتنې هم کومه خاصه نتیجه نه درلوده.

XS
SM
MD
LG