د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۵ تله ۱۳۹۶ کابل ۰۲:۱۲

عبدالله: د ترورېزم په وړاندې مبارزې زیات مسؤلیت د افغانانو په اوږو دی


د افغانستان اجرائیه رئیس د منځنۍ اسیا پر هېوادونو انتقاد وکړ چې له ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې زیات مسؤلیت په افغانانو ایښی دی.

عبدالله عبدالله دا خبرې نن په بامیان ولایت کې له ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان او منځنۍ اسیا هېوادونو څلورم ګډ کنفرانس ته وکړې.

ښاغلي عبدالله زیاته کړه:

"په دې تروریستي شبکو کې له ټولې سیمې خلک شامل دي، په اقتصادي او فرهنګي چارو کې همکارۍ ښې دي، له ترورېزم او تروریستي شبکو سره د مبارزې په برخه کې فکر کوم د دې کار یو دروند مسؤلیت د افغانانو په اوږو ایښودل شوی دی."

ښاغلي عبدالله هیله وښوده چې د دغه کنفرانس ګډونوال د سیمې هېوادونو ته روښانه پیغام ورکړي او هغوی راوبولي څو له ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې له افغانستان سره لازمه همکاري وکړي.

په دغه دوه ورځني کنفرانس کې چې د افغانستان د اسټراټيژیکو مطالعاتو د مرکز له خوا پیل شوی د شلو هېوادونو استازیو برخه اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG