د لاسرسي لېنکونه

پنجشنبه ۲ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۰:۵۶

د امریکا پخوانی ولسمشر جیمي کارټر به روغتون کې بستر شو


د امریکا پخوانی ولسمشر جیمي کارټر چې په کاناډا کې د بشریت د استوګنې په نوم د کور جوړولو له پروژې سره مرسته کوي د بدن د اوبو د کمښت له کبله پرون په روغتون کې بستر شو.

دوه نوي کلن کارټر له ۱۹۷۷ څخه تر ۱۹۸۱ کال پورې د امریکا د ۳۹ ولسمشر په توګه کار وکړ.

د ډیموکرات ګوند غړی کارتر د ولسمشر په توګه له غوره کېدو مخکې د جورجیا والي هم و.

د کارټر یوې ویاندې وویل چې پخوانی ولسمشر د کاناډا په وینپیګ Winnipeg ښار کې د دیهایدریشن په وړاندې د درملنې په خاطر روغتون ته ولېږدول شو او د بشریت د استوګنې د پروژې مشر ویلي دي چې د کارټر ناروغي جدي او خطرناکه نه ده.

XS
SM
MD
LG