د لاسرسي لېنکونه

عراقي سرتېري په موصل کې د بشري حقونو په نقض تورن شوي


د بشري حقونو یوه مدافع ډله وايي، په هغه ویډیويي تصویرونو کې چې د شوې ادعا له مخې د عراق د موصل ښار په سیمو کې اخیستل شوي دي، عراقي ځواکونه د یوه بندي د وژلو او د نورو بندیانو د بیرحمانه وهلو ټکولو په حال کې ښودل کېږي.

د بشري حقونو د څار ټولنې هیومن رایټس واچ په یوه بیان کې چې پرون خپور شو پر فیسبوک د دې خپرې شوې ویډیو د لینک د خپرولو په ترڅ کې وايي، په ویډیو کې ښکاري چې عراقي سرتېري او فدرال پولیس له محاکمې پرته د توقیف شویو کسانو د وهلو او وژلو په حال کې دي.

په یو تصویر کې څو تنه چې د عراق پوځي یونیفورم یې اغوستی دی لیدل کېږي چې یوه ږیرور سړی د یوه پاڼ سر ته خیژوي، بیا یې لاندې غورځوي او ډزې پرې کوي.

داسې ښکاري چې یوه ویډیو اوس له فیسبوک څخه لیرې شوې خو په نورو انلاین سایټونو کې لاهم شته.

د عراق د کورنیو چارو وزارت ویلي، که دا ویډیو اصلي وي، نو مسؤل کسان به محاکمه شي.

د عراق حکومت له نېږدې نهه میاشتو پوځي عملیاتو وروسته چې په نتیجه کې یې د موصل ښار زیاته برخې ویجاړه شوه او زرګونه ملکي وګړي او پوځیان پکې ووژل شول او څه باندې نهه لکه شلزره خلک یې بیځایه کړل، د روانې اونۍ په پیل کې د داعش ډلې په وړاندې بریا اعلان کړه.

XS
SM
MD
LG