د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۱ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۸:۱۷

درانی: په پروان کې د ۶۵ عام المنفعه پروژو چارې روانې دي


د افغانستان د کلیو د پراختیا وزارت وايي چې د پروان ولایت په بېلابېلو سیمو کې د څه باندې یو میلیارد افغانیو په ارزښت د عام المنفعه پروژو د جوړولو چارې روانې دي.

د کلیو د پراختیا وزیر نصیراحمد دراني پرون د دې پروژو د رغونې د چارو د لیدو پرمهال وویل، اوس مهال د ۶۵ عام المنفعه پروژو د رغونې کار روان دی چې له بشپړیدو سره به یې د پروان زرګونه اوسېدونکي ګټه ترې واخلي.

ښاغلي دراني وویل، د پروان ولایت لپاره سږکال د روغونې ۸۲ پروژې په پام کې نیول شوې وې چې د اولسو کار بشپړ شوی او پر پاتې پروژو کار روان دی:

"پنځه شپیته پروژې چې ارزښت یې یو زر او یوسل او شل میلیون افغانیو ته رسېږي په جریان کې دي، یو میلیارد او یوسل او شل میلیونه افغانۍ کمې پیسې نه دي چې پروان ولایت ته جذبېږي او د خلکو د خدمت لپاره وړاندې کېږي."

د کلیو د پراختیا د وزارت د معلوماتو له مخې په دې پروژو کې د سړکونو رغول او پخول، د پلونو، د اوبو رسونې د کانالونو، د سیند پر غاړه د استنادي دیوالونو جوړول او خلکو ته د څښاک د پاکو اوبو برابرول شامل دي.

XS
SM
MD
LG