ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي چې په سوریه کې د اوربند بریالیتوب له ولسمشر ولادیمیرپوتین سره د ده د ښو اړیکو نتیجه وه.
ولسمشر ایمانویل مکرون پرون په پاریس کې د خپل امریکايي سیال ډونالد ټرمپ کوربه وو.
دواړو مشرانو په خپله کتنه کې د سوریې، عراق او اوکراین د جګړو په ګډون د بېلابېلو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې او وروسته یې په یوه ګډه خبري غونډه کې د خپلو بحثونو په اړه خبریالانو ته معلومات ورکړل.
ټرمپ د سوریې په جنوب لوېدیځ کې له یکشنبې ورځې راهیسې ټینګ اوربند ته د اشارې په ترڅ کې وویل پنځه ورځې خورا زیات وخت دی او زیاته یې کړه دا اوربند د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د ده د غونډې نتیجه وه.
هغه یادونه وکړه چې له دې اوربند سره د ډېرو خلکو ژوند وژغورل شو.
ښاغلي ټرمپ د سوریې او نورو هغو حکومتونو او افراطي ډلو یادونه وکړه چې د خلکو ژوند ته ګواښ کوي.
نوموړي زیاته کړه:
"نن موږ د شمالي کوریا، ایران او سوریې په څیر د یاغي رژیمونو او د هغو حکومتونو له ګواښونو سره مخامخ یو چې د دوی مالي ملاتړ کوي، موږ همداراز د تروریستي ډلو له ستر ګواښ سره لاس ګرېوان یو چې د بیګناه خلکو په وړاندې جګړه کوي."
ټرمپ وویل چې د داعش ډلې د مالي سرچینو، شبکو او عقیدوي ملاتړ مخنیوی به وکړي.
ولسمشر ایمانویل مکرون وویل چې په سوریه کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره له واکه د ولسمشر بشاراسد لېرې کول نورنو یو حتمي شرط نه دی.
مکرون وویل چې له دې وروسته به د سوریې په وړاندې بل ډول چلند کېږي او زیاته یې کړه چې اوس په سوریه کې هدف یو دی او هغه د ترورېزم له منځه وړل دي.
متحدایالاتو لومړی د سوریې د کړکېچ د اوږدمهالي حل لپاره د ولسمشر اسد پر لېرې کېدو ټینګار کاوه خو امریکايي چارواکو خپل دریځ ورو، ورو نرم کړ.
مکرون وویل، دی او ټرمپ به پر هغه پلان ګډ کار وکړي چې د سوریې او عراق لپاره د جګړې له پای ته رسېدو وروسته په پام کې دی.
د عراق په اړه ښاغلي ټرمپ وویل، واشنګټن او پاریس به په ګډه کار وکړي څو اسلامي دولت چې ده د بشریت دښمنه ډله وبلله، ماته کړي.