د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۵

ناټو وايي له طالبانو سره د روسیې د مرستو په اړه موثق شواهد نشته


د ناټو عمومي منشي وايي چې له طالبانو سره د روسیې د مالي یا د وسلو د ملاتړ په اړه موثق شواهد نشته.

ینس سټولټنبرګ وايي چې له طالبانو سره د روسیې د ملاتړ په اړه راپورونه دوی ته هم رسېدلي، خو زیاتوي چې له طالبانو سره د وسلو یا تجهیزاتو او یا د مالي مرستې په اړه موثق شواهد تردې دمه نه دي لیدل شوي.

یو شمېر افغان او امریکايي چارواکو په دې وروستیو کې پر روسیې تور لګولی چې له وسله والو طالبانو سره مرستې کوي خو روسي چارواکو دا تورونه رد کړي او وايي چې روسیې د سولې خبرو ته د طالبانو د هڅولو او په افغانستان کې د داعش ډلې د نفوذ د اندېښنو له کبله له طالبانو سره تماسونه نیولي دي.

ښاغلي سټولټنبرګ په بروکسل کې د ناټو- روسیې د شورا له پرونۍ غونډې وروسته په یوه خبري کنفرانس کې خبریالانو ته وویل چې د روسیې او طالبانو د اړیکو په اړه موثق شواهد نشته.

«له طالبانو سره د روسیې د مرستې په اړه موثق شواهد نشته»
«له طالبانو سره د روسیې د مرستې په اړه موثق شواهد نشته»

نوموړي زیاته کړه:

"موږ هم په دې اړه راپورونه لیدلي خو داسې شواهد یا معلومات مو نه دي موندلي چې له طالبانو سره د روسیې مرسته تائید کړي او روسیې هم په زغرده ویلي دي چې د طالبانو ملاتړ نه کوي."

ښاغلي سټولټنبرګ همداراز وویل چې د ناټو- روسـیې په غونډه کې د افغانانو په مشرۍ د سولې د بهیر د ملاتړ پر اهمیت ټینګار وشو.

هغه زیاته کړه چې ناټو او روسیه د افغانستان په ثبات کې ګډې ګټې لري:

"یو امن او باثباته افغانستان د سیمې د امنیت لپاره مهم دی، د ناټو غړي او روسیه د ملي وحدت د حکومت د ملاتړ او د ازاد، امن او ډیموکراتیک افغانستان لپاره په هڅو کې ګډې ګټې لري."

« د افغانستان ثبات د ناټو او روسیې په ګټه دی»
« د افغانستان ثبات د ناټو او روسیې په ګټه دی»

د ناټو- روسیې له غونډې وروسته په ناټو کې د روسیې دایمي استازي الکساندر ګروشکو هم تائید کړه چې د ناټو او روسیې ترمنځ په دې اړه چې باید د افغانستان ناامنۍ د سیمې هېوادونو ته سرایت ونه کړي یو ګډ تفاهم شته.

د روسیې انټرفکس خبري اژانس د راپور له مخې ښاغلي ګروشکو په افغانستان کې د ناټو د همکارۍ د زیاتېدو غوښتنه کړې او همداراز په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش د نفوذ د او د مخدر موادو د کاروبار د پراخېدو له کبله اندیښنه ښودلې.

د ناټو عمومي منشي که څه هم د ناټو- روسیې د شورا په پرونۍ غونډه کې د افغانستان، اوکراین او د ګواښونو د کمولو په اړه بحثونه ګټور او زغرد وبلل خو یادونه یې وکړه چې دواړه لوري، په تېره د اوکراین په مسئله کې لاهم بنسټیز اختلافونه لري.

XS
SM
MD
LG