د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۱ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۱:۵۹

په کیف کې نن د اوکراین او اروپايي اتحادیې سرمشریزه وه


په کیف کې نن د اوکراین او اروپايي اتحادیې سرمشریزه وه.

د اوکراین ولسمشر پټرو پروشنکو په دې غونډه کې د اروپايي ټولنې او خپل هېواد تر منځ پر همکارۍ ټینګار وکړ.

د اوکراین ولسمشر پټرو پروشنکو وویل:

"دا حق چې راتلونکې غوره کړي، یوازې د اوکراین د خلکو دی، د نړۍ هېڅ بل هېواد حق نه‌لري چې دا لار له خطر سره مخامخ کړي، په همدې حال کې، هېڅ بل هېواد له اروپايي ا تحادیې سره د یوځاې کېدو دومره ستره بیه نه‌ده پرې کړې."

اوکراین تقریباً یوه میاشت مخکې، د اروپايي اتحاديې غړیتوب ترلاسه کړ.

پروشنکو وویل چې د اروپايي اتحادیې د غړیتوب له ترلاسه کولو راهیسې، لږ تر لږه یو لک اوکراینیان توانېدلي چې اروپايي اتحادیې ته سفر وکړي.

د پروشنکو په وینا، دا هغه اوکراینیان دي چې د اروپايي اتحادیې له غړیتوبه‌یې ګټه اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG