د تاجکستان د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز د وروستیو څرګندونو په غبرګون چې د افغانستان په شمال کې جګړې یې یو پلان او خپل هېواد ته خطر بللی د افغانستان د سیمهییزو مطالعاتو مرکز وايي چې دا ډول څرګندونې د وضعیت په ګټه نهدي.
د دغه مرکز مشر رفیعالله نیازی په دې باور دی چې که د تاجکستان په شمول د سیمې هېوادونه د افغانستان د امنیت په اړه اندېښنې لري باید له افغان حکومت سره د مرستو عملي ډګر ته راودانګي.
ښاغلي نیازي ازادي راډيو ته وویل، تاجکستان او د سیمې نورو هېوادونو ته ښايي چې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د افغان حکومت له تعریفه هرکلی وکړي او د ښه او بد ترورېست توپیر لهمنځه یوسي.
نوموړی وايي:
"که تاجکستان او یا نور هېوادونه له دې خطره ډارېږي، نو په کار ده چې په ګډه په یوه مېکانیزم سره توافق ته ورسېږي او د ترهګرۍ د لهمنځه وړلو لپاره کار وکړي، دا وخت یوازې افغانستان د ترهګرۍ ښکار دی."
دا په داسې حال کې ده چې د تاجکستان د ستراتېژیکو مطالعاتو مرکز ویلي د افغانستان په شمال کې د جګړو ډېرېدل هغه هېواد ګواښي او دغو ناامنیو ته د یو پلان له مخې لمن وهل کېږي.
د تاجکستان د ستراتېژیکو مطالعاتو د بهرنیو اړیکو د مرکز مشر عبدالله رهنما د دوشنبې په ورځ دغه هېواد کې یوې خبري غونډې ته وویل، ځينې کړۍ غواړي تاجکستان او د افغانستان نورو شمالي ګاونډيو هېوادونو ته خطرونه جوړ کړي.
هغه که څه هم د کوم هېواد نوم نهدی اخیستی، خو له دې وړاندې بیا د هېواد له شمال څخه ځينو دولتي چارواکو او عامو خلکو د روسيې او ایران د وسلو او هوايي پروازونو ویلي دي او ټینګار یې کړی چې یاد هېوادونه په ناامنه سیمو کې وسلهوالو طالبانو ته وسلې وېشي.
تاجکستان د افغانستان په شمال ختیځ کې له بدخشان، تخار او کندز ولایتونو سره ۱۳۰۰ کېلو متره ګډه پوله لري.
افغان حکومت بیا تل دا ویلي دي چې د دغه هېواد خاوره به د هېڅ یو بل هېواد په وړاندې ونهکارول شي.
د نظامي چارو کارپوه باري عارض وايي، د تېرو ۴۰ کلونو جګړې ښيي چې د افغانستان ناامنۍ نورو ته نهدي رسېدلي، خو دغو هېوادونو ته ښايي چې د اندېښنو پر ځای مرسته وکړي.
نوموړی وايي:
"په افغانستان کې لکه څنګه چې واضع ده له ۴۰ کلونو راهیسې جګړې دي، خو هېڅ ګاونډي هېواد تهیې سرایت نهدی کړی یوازې افغانستان درد لیدلی، خو د دوی همکارۍ ته اړتیا ډېره ده چې له افغانستان سره مرسته وکړي."
دا په داسې حال کې ده چې افغان چارواکو تل ټينګار کړی چې حکومتیې د شااوخوا شلو کورنیو او بهرنیو ترهګرو ډلو سره په جګړه بوخت دی او په دې برخه کې یې تر ټولو ډېره قرباني ورکړې ده.
ښاغلی عارض هم وايي چې په افغانستان کې جنګېدونکي ډېری جنګیالي د ګاونډيو هېوادونو دي چې د جګړې تنور یې دلته تود ساتلی دی.
راپور: یوسف خان ځدراڼ