د لاسرسي لېنکونه

هند کې د کرکټ د ۱۹ کلنو افغان لوبډلې تمریناتي کمپ پای ته ورسېد


په هند کې د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو د لوبډلې تمریناتي کمپ پای ته ورسېد.

د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو د تمریناتي کمپ د منیجر نوید صایم کاکړ په وینا، افغان ۱۹ کلن کرکټ لوبډله به سبا د جولای پر ۱۴مه سنګاپور ته روانه شي او هلته به د نولس کلنو نړیوال جام ته د غوراوي پړاو په سياليو کې برخه واخلي.

په دغو سياليو کې سنګاپور، ماليزيا، افغانستان او د نيپال لوبډلې لوبېږي.

XS
SM
MD
LG