د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۱ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۸:۱۶

د ټول افغانستان د محصلینو تر منځ د تکواندو سیالۍ ترسره شوې


په لومړي ځل د ټول افغانستان د محصلینو تر منځ د تکواندو لومړۍ سیالۍ ترسره شوې.

د پوهنتونونو د ورزشي فدراسیون مشر ذبیح‌الله شهزاد ازادي راډیو ته وویل چې په دغو سیالیو کې د ۷ ولایتونو څخه ۷۰ لوبغاړو ګډون کړی وو.

ښاغلي شهزاد زیاته کړه چې د دغو سیالیو څخه هدف د هغو سیالیو لپاره د غوره لوبغاړو انتخابول دي چې په ټایوان کې ترسره کېږي.

د یادونې وړ ده چې په ټایوان کې به ډېر ژر د ۵۰ هېوادونو د محصلینو تر منځ په بېلابېلو برخو کې ورزشي سیالۍ ترسره شي.

XS
SM
MD
LG