د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ او د دې هېواد لومړۍ مېرمن ملانيا ټرمپ فرانسې ته د دوه ورځني سفر لپاره نن دغه هېواد ته ورسېدل.
ټاکل شوې ده د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د فرانسې له ولسمشر امانوئل مکرون سره د سوريې د کړکېچ او د اقليمي بدلون د هڅو په اړه خبرې وکړي.
ډونالد ټرمپ او د ده مېرمن ملانيا ټرمپ د پنجشنبې په ورځ فرانسې ته ورسېدل.
دوی دغه هېواد ته د دوو ورځو لپاره سفر کوي.
مکرون تېره مياشت د ټیليفوني خبرو له لارې ټرمپ ته بلنه ورکړې وه چې د «باستیل» د ورځې په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د ګډون لپاره پاريس ته ورشي.
د «باستيل» ورځ د فرانسې ملي ورځ ده او په دې ورځ هر کال د اروپا تر ټولو لوی نظامي رسم ګذشت کېږي.
د باستيل مراسم د جولای په ۱۴مه نېټه کېږي او په همدې ورځ چې سبا ده، لومړۍ نړيوالې جګړې ته د امریکا د داخلېدو سلمه کليزه هم ده.
د سوداګرۍ او اقليمي بدلون په اړه له مخکې لا د نړۍ د مشرانو او ټرمپ تر منځ اختلافات شته.
ټرمپ او مکرون به د پنجشنبې په ورځ وروسته په عراق او سوریه کې د داعش پر وړاندې د مبارزې په اړه خبرې وکړي.
په دغو هېوادونو کې د امریکا او فرانسې ځواکونه څنګ پر څنګ د سخت دريځو پر وړاندې په جګړه بوخت دي.
دوی به د اقليمي بدلون په اړه خبرې وکړي.
ټرمپ او مکرون پر دغې موضوع له یو بل سره اختلاف لري.
دوی به همداراز د سوداګرۍ او په دې برخه کې د خنډونو لیرې کولو په اړه خبرې وکړي.
د پنجشنبې په ورځ ماښام به پر ځايي وخت شپږنیمې بجې دوی يوه ګډه خبري غونډه هم ولري.