د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲ تله ۱۳۹۶ کابل ۰۶:۳۸

د ازبکستان ولسمشر نن پنجشنبه یو فرمان لاسلیک کړ


د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف نن یو فرمان لاسلیک کړ چې پر اساس‌يې ښايي هغو ازبکانو ته چې بهرنیو هېوادونو ته سفر کوي، نوي پاسپورټونه ورکړل شي.

د ازبکستان دولتي مطبوعات وايي چې دا فرمان پرون چهارشنبه لاسلیک شوی دی.

دا ښايي له ازبکستانه بهر ته د سفر د ځانګړو خروجي ویزو د سیسټم د ختمولو لپاره یو بل ګام وي.

د نوي فرمان پر اساس، له حکومته غوښتنه شوې چې په یوه میاشت کې د سفر د نویو اسنادو پلان جوړ کړي.

د ازبکستان خلک اوس‌مهال له هېواده بهر د سفر لپاره له عمومي، ملکي پاسپورټونو کار اخلي چې ځانګړې پاڼې لري او د بهرني سفر لپاره ځانګړې خروجي/ اجازه ورباندې لګول کېږي.

د خروجي ویزې سیسټم په ازبکستان کې د پخواني شوروي له سیسټمه پاتې شوی چې له ازبکستانه بهر ته د سفر پر وړاندې یو اساسي خنډ بلل کېږي.

XS
SM
MD
LG