د جرمني ولسمشر فرانک والټر اشټاینمایر افغانستان ته ورسېد.
د اشټاینمایر دا سفر مخکې له مخکې نهو اعلان شوی او ویل کېږي چې مزار شریف ته نېږدې، د خپلو عسکرو پوځي اډې ته ورغلی دی.
د جرمني خبري اژانس وايي چې په دې سفر کې د جمهور رئیس مېرمن هم له هغه سره ملګرې ده.
جرمني په افغانستان کې اوسمهال ۹۴۱ عسکر لري چې د ناټو تړون د غوڅ ملاتړ مأموریت په چوکاټ کې د افغانستان د امنیتي ځواکونو پر روزنه کار کوي.
د ارګ یوې سرچینې چې د مسئلې د حساسیت له املهیې د خپل هویت له څرګندولو ډډه کړې، نن ازادي راډیو ته وویل چې د جرمني ولسمشر به د افغانستان له ولسمشر او د ملي وحدت حکومت له اجرائیه رئیس سره وګوري.
- پخواني معلومات
د جرمني ولسمشر په یوه ناڅاپي سفر نن کابل ته راغلی دی.
په ولسمشرۍ ماڼۍ کې یوې سرچینې له ازادي راډیو سره په خبرو کې افغانستان ته د جرمني د ولسمشر فرانک والټر اشټاینمایر سفر تائید کړی دی.
دغې سرچینې زیاته کړې چې ښاغلی اشټاینمایر به له ولسمشر غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره وګوري.
د دې سفر هدف لا تر اوسه روښانه نهدی.