د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۱ تله ۱۳۹۶ کابل ۰۱:۱۵

د فراه-هرات پر لار د تښتول شویو ۹ تنو برخلیک لا معلوم نه دی


د فراه ولایت چارواکي وايي چې تر اوسه پورې د هغو نهو تنو سرنوشت نه دی معلوم چې وسله والو طالبانو پرون د فراه هرات پر لویه لاره له یوه سرویس څخه ښکته کړي او له ځان سره یې بیولي دي.

د فراه د والي ویاند ناصر مهري ازادي راډیو ته په دغه پېښه کې د وسله والو طالبانو له خوا د اوو تنو نورو د وژل کېدو خبره هم وکړه او ویې ویل:

"هغوی اووه تنه ملکي وګړي په شهادت رسوي. په دې وخت کې هغه ځواکونه چې په مسیر کې و او نور د پیښې ځای ته له مرکزه رسيږي له وسله والو مخالفینو سره نښته کوي چې تر یوې بجې دوام کوي. د وسله والو پنځه تنه وژل کيږي او اووه تنه یې ټپیان کېږي او د پېښې له ځایه تښتي."

افغان امنیتي ځواکونو د نهو یرغمل شویو د خلاصون لپاره عملیات پیل کړي دي.

په دې وروستیو کې د افغانستان یو شمېر لویې لارې د مسافرو لپاره ډېرې ناامنې شوې دي.

طالبان او نورې وسله والې ډلې اکثره وختونه خلک یرغمل کوي یا یې وژني.

XS
SM
MD
LG