د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲۹ لړم ۱۳۹۶ کابل ۰۱:۵۱

د ناتوـ روسیې شورا به پر یو لړ اقداماتو خبرې وکړي


د ناتوـ روسیې شورا به نن په غونډه کې پر یو لړ هغو اقداماتو خبرې وکړي چې په دې وروستیو کې د بالتیک د بحیرې د پاسه د جنګي الوتکو د مانورونو د پېښو پر سر راپورته شوي لانجې او خطرونه کموي.

د ناتو چارواکو وویل چې د بروکسل په غونډه کې به روسي پیلوټانو ته دا واضح کړي چې د بالتیک د سیمې د پاسه د خپلو الوتنو په اړه معلومات ورکړي، د هوایي ترافیک کنټرول ته ځواب ووايي او په خپلو کابینونو کې د مخابرو له لارې خپل هویت وښيي.

ناتو وویل، تېره میاشت یې د بالتیک د بحیرې پر سر د دوو جېټ الوتکو په ګډون د روسیې درې الوتکې تعقیب کړې وې چې نه یې د هوایي ترافیک کنټرول او نه یې هم د خپل هویت معلومولو غوښتنوته ځواب ورکړی و.

مسکو بیا ټینګار کوي چې ټولې روسي الوتکې د بالتیک د پاسه الوتنو کې نړیوال قانون مراعاتوي.

XS
SM
MD
LG