د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۲۷ لړم ۱۳۹۶ کابل ۰۵:۲۸

ټرمپ وايي، "جي شل" سرمشریزه کې یې پوتین سره ښې خبرې لرلې


د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ له "سي. بي. اېن" ټلوېزیون سره په مرکه کې وویل چې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره‌یې د "جي شل" یا د نړۍ د شلو سترو صنعتي هېوادو د سرمشریزې تر څنګ تېره اوونۍ ډېرې ښې خبرې لرلې.

د ولسمشر ټرمپ دا مرکه به نن خپره شي او د دې مرکې یوه برخه د "سي. بي. اېن" ټلوېزیون پر وېب‌سایټ خپره شوې ده.

پر ولسمشر ټرمپ د ډموکرات ګوند غړي او د جمهوري غوښتونکو یو شمېر اعتراض کوي چې د پوتین درناوی کوي او پر ناټو او یو شمېر نورو لوېدیځو مؤسسو انتقادونه کوي.

XS
SM
MD
LG