د لاسرسي لېنکونه

افغان چارواکي: نېږدې راتلونکې کې به د ګازو قیمت کم شي


افغان چارواکي هیله‌مند دي چې په نېږدې راتلونکې کې به په افغانستان کې د ګازو قیمت کم شي.

د منځنۍ اسیا لپاره د ولسمشر اشرف غني سلاکار محمد شاکر کارګر پرون وویل چې له ترکمنستانه به د ګازو پایپ لاین د هرات تر تورغونډۍ بندر پورې په نېږدې راتلونکې کې وغځول شي چې له دې سره به افغان سوداګر تر دې وروسته په ګازو پسې د ترکمنستان داخلي بازارونو ته نه‌ځي او په مستقیم ډول به‌یې له تورغونډۍ څخه پلوري.

تمه ده چې تر تورغونډۍ پورې د پایپ لاین له تېرېدو سره به د ژمي پر مهال د افغانستان په بازارونو کې د ګازو د کمبود ستونزه هواره شي.

افغانستان هر کال ۲۵ میلیارده مکعب ګاز واردوي.

XS
SM
MD
LG