لکه څرنګه چې په افغانستان کې د اسد یا زمري ۲۸مه، هر کال د خپلواکۍ د لمانځلو لپاره ځانګرې شوې، په فرانسه کې د جولای په ۱۴مه خلک خپله ملي ورځ په اور لوبو، د ښو خوراکونو په پخولو او موسیقي لمانځي.
د ۱۷۸۹ میلادي کال د جولای په ۱۴مه، یو شمېر فرانسویانو د "باستیل" په نامه، پر پوځي اډه او زندان حمله وکړه.
دا پېښه د فرانسې د انقلاب چې تقریباً پر ټوله نړۍ یې اغېز وکړ، مهمه برخه ګڼل کېږي.
د اتلسمې پېړۍ په وروستیو کلونو کې فرانسه له سخت اقتصادي بحران سره مخامخ وه.
د فرانسې شاه له خلکو سره ډېر واټن پېدا کړی او د خپلو خلکو له وضعیته بېخبر و.
په فرانسه کې زیاتو خلکو د شاهي کورنۍ ضد احساسات درلودل او له سیاسي بحرانه په تنګ شوي وو.
باستیل هغه مهال، د پاریس په زړه کې یو اساسي پوځي مرکز و چې یو زوړ زندانیې هم درلود.
د باستیل پوځي اډه او زندان په فرانسه کې هغه مهال، د واکمنې شاهي کورنۍ د قدرت سمبول ګڼل کېدل.
په باستیل زندان کې د شاهي کورنۍ سیاسي مخالفین زنداني کېدل.
د فرانسې خلک له فقر، ناکرارۍ او سیاسي بېثباتۍ په تنګ شوي و.
د ۱۸مې پېړۍ په پای کې پاچا لويي، د ماليې یو وزیر چې زیاتو خلکو ترقي غوښتونکی باله، له دندې لیرې کړ او په پاریس کې یې پر سیاسي مخالفینو د بندیزونو کړۍ تنګې کړې چې ډېر ازادي غوښتونکي او لبرال فرانسویان د شاهي کورنۍ پر ضد کودتا ته وهڅېدل.
په پایله کې یې، د شاهي کورنۍ د پلویانو او مخالفینو تر منځ جګړه پیل شوه او د جولای په ۱۴مه د باستیل اډې پوځیان د هغو وسلهوالو له لوري کلابند شوو چې د شاهي کورنۍ په مخالفت کې یې سلاوې اخیستې وې.
د دې وسلهوالو شمېر تر ۱۰۰۰ کم وو او تر څو ساعته مقاومت وروستهيې د باستیل دروازې ماتې کړې.
پر باستیل د حملې بري، په ټوله فرانسه کې خلکو ته دا پیغام ورکړ چې پاچا لويي او د هغه پوځ ډېر قدرت نهلري.
کله چې خلکو دې ته وکتل، په ټوله فرانسه کې د انقلاب د اور بڅرکي والوتل او بالاخره د پاچا لويي او د ملکې ماري انتونت چې د خودخواهۍ په اړهيې د فرانسې خلک ډېرې کیسې لري، د واکمنۍ ټغر ټول شو.
د فرانسې د انقلاب یوه زړه کیسه دا ده چې وايي، په ۱۷۸۹ میلادي کال کې یو چا ملکې ماري انتونت ته وویل چې پاریسیان دومره غریب شوي چې د خوراک لپاره وچه مړۍ نهلري.
ماري انتونت په ځواب کې ویلي و چې پاریسیان دي کېک وخوري.
دا خبره په ملکې ماري انتونت پورې تړل شوې او تاریخي ثبوتیې نهشته، خو ویل کېږي چې په فرانسویانو کې یې د شاهي کورنۍ په وړاندې لا زیاته کرکه وپاروله او د فرانسې انقلاب تهیې لار، لا صافه کړه.
د فرانسې د انقلاب د بري په لومړیو پنځو میاشتو کې د باستیل زندان ړنګ شو او پر ځاي یې یو تاریخي څلی جوړ شو چې په فرانسه کې پر بېثباتۍ د خلکو د بري سمبول ګڼل کېږي.
د فرانسې خلک د باستیل ورځ د پوځي بري په توګه نهلمانځي بلکې هغوی د جولای ۱۴مه د خپلې "ازادۍ، برابري او د خپل ګډ هدف" په نوم لمانځي.
د ۱۹مې پېړۍ په پېل کې، فرانسویانو د "باستیل ورځ" په مراسمو کې پوځي پرېډ وکړ چې نړۍ کې تر ټولو لرغونی ګڼل کېږي.
دې مراسمو ته هر کال د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو مشران ورځي.
سږ کال به د "باستیل په ورځ" د فرانسې د مشر مېلمه د امریکا جمهور رئیس وي.